سمنګان کې د ملي امنیت پر ریاست وسلهوال برید شوی
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د ملي امنیت پر ریاست وسلهوال برید شوی دی.
د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن شااوخوا ۱۱ بجې لومړی د دې ریاست په دروازه کې چاودنه وشوه او ورپسې څو حمله کوونکي د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ته چې سره څنک په څنګ دي، ننوتي او نښته روانه ده.
هغه د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونهویل، خو ځینو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو سیمهییز خبریال ته ویلي چې دې پیښه کې لږترلږه ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان والي وویل چې چاودنه دومره قوي وه چې په ۱۰۰ مترۍ کې یې د ډېرو کورونو کړکۍ او ښیښې ماتې شوي.
طالبانو د دې برید مسؤلیت اخیستی او د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د استخباراتو په دې اداره کې د لسګونه کسانو د وژل کیدو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.
د راپورونو له مخې د سمنګان مرکز ایبک ښار نسبتاً یو امن ښار بلل کېده، ډېر د دا ډول چاودنو شاهد نهو.
نظرات بسته شده است.