سلګونه نوي روزل شوي ځوانان له کومانډو ځواک سره یوځای شول

 
تاند- د افغان ملي اردو د ځانګړي عملیاتي قول اردو د ځواکونو د زیاتېدو لپاره د هلوځلو په دوام کې ۶۱۹ نور کومانډو ځواکونه د دې قول اردو لپاره وروزل شول.

راپورنه وايي چې کومانډو ځواک د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې تر ټولو اغېزمن ثابت شوي دي او تر ټولو په خطرناکو عملیاتو کې بریالي راوتلي دي.

له دوی څخه سختې ازموینې اخیستل کېږي او د زده کړو له اوږدې دورې وروسته له کومانډو ځواک سره یوځای کېږي.

وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر د دغه ځواک د پراختیا اعلان وکړ، د تېر کال له اګست څخه تراوسه پورې څه باندې۳ زره کومانډو ځواکونو زده کړې بشپړې کړي او له ځانګړي افغان عملیاتي ځواک سره یوځای شوي دي.

ټاکل شوې ده چې ۱۰۰۰ نور به په روانه مې میاشت کې زده کړې بشپړې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.