سرچینه: ۵ تنه د بلخ د حملې سره د همکارۍ په تور نیول شوي

 

دآزادی راډیو

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په پېښه کې ۵ تنه چې ګمان کېږي له حمله کوونکو سره یې همکاري کړي وي نیول شوي دي.

یوې سرچینې چې ونه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل، هغه جګ پوړی چارواکی هم نیول شوی چې حمله کوونکو ته یې قول اردو ته د داخلېدو اجازه ورکړې وه.

د قول اردو د مطبوعاتو څانګې امر عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته تائید کړه چې له پېښې سره د تړاو په تور له نیول شوېو مشکوکو کسانو څېړنې روانې دي، خو په دې اړه یې له زیاتو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

بل خوا د قول اردو له پوځي روغتونه یو ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسان شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېدلی او ۷۸ تنه نور ټپيان دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.