سرچینه: په قطر دفتر کې د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات زیات شوي

دآزادیراډیو

افغان حکومت وايي د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره طالبانو لا لازم چمتووالی نه‌دی بشپړ کړی.

د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د نن او سبا ژمنې تر هغې اوږدې شوې چې تمه یې کېده.

تمه وه چې نن یکشنبه د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته تللی وای خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغان پلاوي ټولې تیارۍ بشپړۍ شوي او کله چې په دې ډاډه شول چې طالبان د خبرو لپاره چمتو دي قطر ته به سفر وکړي.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل: “د مذاکراتو د پیل لپاره ځینې مسایل شته چې مقابل لوری يې باید په اړه امادګي ولري، زموږ مالومات دا دي چې مقابل لوری همدا اوس په دې مسایلو بحثونه کوي، زموږ غوښتنه هم دا ده چې باید مقابل لوری ژر تر ژره خپل مسایل وروستي کړي، بله مهمه مسئله دا ده چې زموږ نړیوال همکاران او کوربه هېواد هم په ځینيو مسایلو بحثونه کوي چې دا مسایل حل شي نو زموږ پلاوی به قطر ته سفر وکړي.”
اغلې انوري جزئیات ورنه کړل چې دا مسایل کوم دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا ویلي وو چې د بندیانو د خلاصون موضوع هواره شوې ده، او د مذاکراتو پیلېدو په وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته.

د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر له بشپړېدو وروسته ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي د تېرې پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي خو ظاهراً دا سفر تر دې دمه ځنډېدلی دی.

د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې یوې با خبرې سرچینې بیا، چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو د قطر په سیاسي دفتر کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله دغه ډله لا هم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون اعلان کړ.

د طالبانو د ۲۱کسیز مذاکراتي پلاوي مشرۍ مولوي عبدالحکیم حقاني ته وسپارل شوه.

له دې وړاندې په دوحه د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له ازادی راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې دی به له حکومت سره په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي.

په افغان حکومت کې یوه باوري سرچینه چې هم د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړی نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته د طالبانو په پلاوي کې وروستي بدلون ته په اشارې وايي، چې د پلاوي د مشرۍ په سر د قطر په دفتر کې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات شوي دي.

دغه سرچینه وايي، چې پاکستان ته د طالبانو وروستي سفر او ترې وروسته د یاد هېواد په فرمایش د پلاوي په مشرۍ کې بدلون، په طالبانو لا هم د پاکستان د پراخ اغیز غمازي کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل هم وايي، چې د طالبانو په رهبرۍ کې د واک په سر اختلافات رامنځته شوي خو د ده په وینا په پلاوي کې وروستی بدلون يې په خبرو کې د یو قوي موقفه د ګډون بیغام ورکوي.
هغه زیاته کړه: “بې له شکه په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات پیدا شوي، او اوس به هم وي خو یو محاسبه شوی لېست چې په وروستیو شیبو کې وړاندې شو د دې ښکارندوی کوي چې طالبان غواړي له یو قوي موقفه خبرو ته کېنې.”

په ورته وخت کې د افغانستان د سولي انسټېټوټ هم په یاده ډله کې د اختلافاتو د پیدا کېدو خبره کوي خو وايي پاکستان هڅه کوي چې د پلاوي په نویو غړو خپل فرمایشات ومني.

د دې انسټېټوټ مشر یاسر احمدزي ازادي راډيو ته وویل: “د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې تغیر او تبدیل وړاندې تر دې دې چې رسنیز شي د دغه ډلې په منځ کې يې اختلافات پیدا کړي وو، خو زموږ موندنې دا ښيي چې دلته د پاکستان ځینې فرمایشات هم مطرح دي چې باید د نویو اشخاصو له‌خوا د اجنډا یوه برخه وګرځي.”
د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو یو مهم قومندان هم د دغه ډلې په مشرتابه کې اختلافات مني خو وايي چې دغه اختلافات د ولس په خیر دي.

دغه قومندان چې په دې اړه رسنیو سره د خبرو واک نه لري او نه غواړي نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په پلاوي کې وروستي بدلونونه هم د دغه اختلافاتو پایله ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسله‌والو طالبانو رسمي دریځ هم ولرو خو ونه توانېدو خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې د طالبانو په سیاسي دفتر کې د ملا برادر له لوري د مذاکراتي پلاوي غړي معرفي شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.