سرچینه: په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی

دآزادی راډیو

ویل کېږي چې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د طالبانو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د خبرو اوږدېدل مثبته نښه ده.

نن پنجشنبې، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د ۱۷ کلنه جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

رویټرز خبري آژانس د طالبانو د دوو جګ‌پوړو مشرانو له قوله چې د قطر د خبرو له جریانه باخبره دي او نه غواړي نومونه یې افشا شي راپور ورکوي چې دوی وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د طالبانو خبرې اصلاً د دوو ورځو لپاره پلان شوې وې خو د دې خبرو اوږدېدل مثبته نښه ده.
له دوی څخه یوه یې اژانس ته ویلي چې په لومړیو دوو ورځو کې د دوی خبرې تر ډېره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر موضوع او هغو ضمانتونو متمرکزې وې چې د امریکا او د امریکا د متحدانو پرضد به د افغانستان له خاورې د دښمنۍ عملیات نه کېږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو استازو د امریکا دا غوښتنه منلې ده.

رویټرز اژانس د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اوربند او د بین‌الافغاني خبرو میکانېزم د دې خبرو دوه نور مهم ټکي چې خبرې پرې کېږې.

په قطر کې یوې سرچینې چې د طالبانو له استازو سره نېژدې اړیکې لري، رويټرز آژانس ته ویلي چې په قطر کې د خبرو د دوام علت د دوو لومړیو ورځو د خبرو بریا وه.

په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي. د سولې عالي شورا ویلي دي چې هیله لري له دوحې څخه به مثبت خبرونه واوري.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي، خبرې چې اوږدې شي معنا یې دا ده چې بحثونه حساس او مهم پړاو ته رسېدلي دي.
طاهري زیاتوي چې دی هیله من دی د دوحې روانې خبرې به بین الافغاني خبرو ته لاره پرانېزي.

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې او یوازې له امریکايي چارواکو سره یې په څو پړاوونو کې خبرې کړي.

له دې مخکې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي و چې تمه ده د نن ورځې د خبرو په پای کې دواړه لوري ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

د طالبانو یوه قوماندان هم فرانس پرېس اژانس ته ویلي و چې ښايي ګډه اعلامیه نن یا سبا جمعه خپره شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.