سرچینه: سبا نوي نوماند وزيران د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان حکومت یوه معتبره سرچینه وايي چې نوي نوماند وزيران به سبا باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

وروسته له هغې چې په مکرر ډول ولسي جرګې د باور رايې د اخیستلو لپاره د نوې کابینې د غړو په ورمعرفي کېدو ټینګار وکړ، اوس دغه حکومتي سرچینه وايي چې نوماند وزیران به سبا ولسي جرګې ته معرفي شي.

دغه باوري حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نه‌غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د نوماند وزیرانو د ټاکلو کار بشپړ شوی.

سرچینه وايي چې سپېدار ماڼۍ د کابینې د ۱۲ وزیرانو لېست وروستی کړی او ولسي جرګې ته د معرفي کېدو لپاره‌يې جمهوري ریاست ته سپارلی.

خو په لېست کې د شاملو نومونو او دا چې څوک کوم وزارت ته په دې اړه جزئيات نه‌ورکوي.

اوس د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی د ولسمشر له لوري د نوماند وزیرانو د لېست له بشپړېدو هرکلی کوي، خو وايي د باور رایو ورکولو پر مهال به د دوی پوهه او کاري وړتیا په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړه: “کابینه باید افغانستان شموله وي، د کابینې هر غړی باید په خپله څانګه کې تخصص او وړتیا ولري، هېواد ته باید ژمن وي، که نوماند وزیر دا معیارونه پوره نه‌کړي، رد به شي او پر ځای به‌يې حکومت نور نوماند وزیران معرفي کړي.”

ښاغلی کټوازی ټینګار کوي، هغه نوماند وزیران چې په فساد تورن وي او یا دوسیه ولري رایه به ورنه‌کړل شي.

له دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې یوه لایحه تصویب کړې وه چې له مخې یې باید په وزارتونو او ادارو کې سرپرستان له دوو میاشتو زیات پاتې نه‌شي.

خو اوس وزارتونه او ځیني دولتي ادارې له څو میاشتو راهیسې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د ولسي جرګې غړو او عامو خلکو بیا بیا انتقاد کړی چې سرپرستان ښه کار نه‌شي کولای او په ځینو وزارتونو کې فساد او ستونزې له دې امله خپل اوج ته رسېدلي.

سیاسي فعال خالد پښتون وايي، په وزارتونو او ادارو کې باید د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي، ځکه د نوموړي په خبره سرپرستان په سم ډول کارونه مخته نه‌شي وړلی او لکه څنګه چې لازمه ده ځواب ورکوونکي نه‌دي.

دی وايي: “د ولسي جرګې د تصویب شوې لایحې پر بنسټ باید په وزارتونو او ادارو کې له دوو میاشتو زیات سرپرستي دوام ونه‌کړي، خو له بده مرغه په افغانستان کې له کلونو دغه دود پاتې شوی، په اوس وخت کې هم دغه ستونزه شته، حتی ځیني وزیران له کلونو د سرپرستانو کار کوي، هیله لرم چې اوسنی حکومت دغه ستونزه هواره کړي.
له دې وړاندې هم د ولسي جرګې اداري پلاوي ټینګار کړی و چې نوماند وزیرانو ته به د باور رایو پر مهال د هغوی تخصص، نېک شهرت، دوه ګوني تابعیت موضوع په پام کې ونیول شي او په دې اړه‌يې په دې وروستيو کې په ارګ کې ولسمشر سره خبرې هم کړې وې.

خو اوس چې نوماند وزیران معرفي شوي، په ځینو یې له دې امله نیوکه کېږي چې دوه ګونی تابعیت لري او په تېر کې په فساد تورن دي.

له دې ډلې د مخکېني ولسمشر ورور محمود کرزی چې اوس‌مهال د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت ته نوماند دی د کابل‌بانک د ډېوالي کېدو په موضوع کې له نیوکو سره مخ دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر طاهر زهیر
په دې اړه نور:
لویه څارنوالي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر د قضیې اړوند څېړنې پیل شوي
همدا شان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له‌خوا اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند وزير طاهر زهیر چې له دې وړاندې د بامیانو والي و، له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې، د لرغونو ځایونو په سپړنې او لرغونو اثارو په قاچاق تورن دی او دمګرۍ یې دوسیه په لویه څارنوالۍ کې تر پلټنو لاندې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.