سرخط؛ په غزني کې اوس راډيوګانې هم طالبانو ته باج ورکوي

 

 

تاند : طالبانو تر دوکاندارانو او ښوونکيو وروسته په غزني کې شته‌ سيمه‌ييزو راډيوګانو ته خبرداری ورکړی چې بايد تر دې وروسته د هرې مياشتې په پای کې طالبانو ته باج ورکړي، که‌نه پر دفترونو به يې بريدونه وکړي.

د کليد، سماع او غزنويانو راډيوګانو مسوولينو طالبانو ته د قلنګ ورکول منلي او اوس له وېرې حتا نه غواړي سيمه‌ييز چارواکي مداخله وکړي او دوی له طالبانو خلاص کړي.

غزنی په تدريجي توګه د حکومت له لاسه وځي او ورځ تر بلې ورباندې طالبان مسلطېږي.

ګڼې ولسوالۍ سقوط دي، ځينې په لوی لاس طالبانو ته پرېښوول شوې دي، په دې وروستيو کې سرتېري له هغو کليو او پوستو هم را په شا شول چې پاڅونوالو دا څو کاله د سر په بيه ساتلي وو، اوس د ښار په منګور سيمه کې د طالبانو بيرغ رپېږي او له ښاره راټول شوی باج په دې همدې سيمه کې طالبانو ته سپارل کېږي.

په ښار کې وېره خپره ده، هره کوڅه لږ تر لږه درې هدفي وژونکي لري چې چا ته يې هم سترګه ورواوړي، په بې‌غږه تمانچه يې د ژوند کيسه ورختمه کړي، د ولايت مقام په خوا کې له وېرې څوک سر نه شي پورته کولای، د طالب هيبت ژبې تړلې او يوازې سترګې پاتې دي چې د لوټمار، وژنو، بې کفايتيو او نادودو ناتمامو کيسو او صحنو ته په حيرت ګوري.

يو کال وړاندې طالبانو په غزني کې د ښار له دوکاندارانو د باج غوښتلو ته لېڅې رابډوهلې، تر اوسه د ښار ټول دوکانداران د مياشتې په اخير کې يوه مالومه اندازه پيسې طالبانو ته ورکوي.

تر هغه وروسته د ښوونکيو له معاشونو د باج ټولول پيل شول چې تر اوسه دوام لري او له وېرې يې ځينې ښوونکي حتا پنځه مياشتې کېږي، خپل معاش نه شي اخيستلای.

سرخط ته وروستي رسېدلي مالومات دا دي چې اوس طالبانو په غزني ښار کې له شته راډيوګانو څخه د مياشتې په اخېر کې د باج غوښتنه کړې او د راډيوګانو چلوونکيو هم غاړه ورته ايښې ده.

کليد، سماع او غزنويان د غزني ښار درې راډيوګانې دي چې تر دې وروسته به د مياشتې په اخير کې له اته زره نيولې، تر پنځه‌لس زره افغانيو پورې باج طالبانو ته ورکوي.

طالب وسله‌والو د دغو راډيوګانو مشرانو ته په ټلېفون ګواښ کړی دی چې که باج ته غاړه نه ږدي، نو پر دفترونو به يې بريدونه وکړي.

تېره اوونۍ په ولايت مقام کې پر دغه موضوع بحث شوی، خو د راډيوګانو مسوولينو ويلي دي چې له وېرې موضوع نه شي شاربلای، ځکه خو طالبانو ته د باج په ورکولو راضي دي.

په دغه غونډه کې د امنيت، لوا، اطلاعاتو کلتور، امنيه‌ قوماندانۍ، خبريالانو او ولايت مقام استازيو هم برخه اخيستې وه.

په مرکزي زون کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټي استازی جميل وقار وايي، طالبانو تېره اوونۍ دغه راډيوګانو ته زنګونه وهلي او د باج غوښتنه يې ځنې کړې ده.

دی وايي، د دريو واړو راډيوګانو مسوولينو ورسره منلې چې د هرې مياشتې په پای کې به طالبانو ته ټاکلې اندازه پيسې، ټاکلي ادرس ته رسوي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي هم مني چې طالبانو پر رسنيو باج ايښی، خو وايي، د رسنيو مسوولين اوس له ډاره دغه موضوع نه رسنيزه کوي.

دی وايي، د دريو واړو راډيوګانو مسوولين يې کښېنول او ورڅخه ويې غوښتل چې دغه موضوع رسمي کړي او دوی يې په اړه اجرات وکړي، خو وايي، هغوی ډېر ډارن خلک دي.

د غزني ښار له دوکانونو او نورو ادارو څخه د طالبانو له‌‌پاره ټول شوی باج د غزني ښار په منګور سيمه کې طالبانو ته سپارل کېږي.

طالبان د ښار په هره سيمه کې استازی لري، هغه ورته باج ټولوي، بيا هماغه استازی منګور ته ټولې پيسې وروړي.

د ښار په دغه سيمه کې د طالبانو بيرغ رپېږي، محکمې، تشکيلات او هر څه يې په همدې سيمه کې دي.

منګور په غزني ښار کې د غزني له ولايت مقام سره د طالبانو موازې ولايت دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.