سرخط؛ طالبانو د پاکستان په فرمايش د هلمندي کروندګرو پر ضد جګړه پيل کړې

 

وروسته له هغه چې په افغانستان او سيمه کې د پاکستاني توکيو بازار سوړ شو او تر يوې اندازې پورې د افغانستان د ځمکو حاصلاتو وده وکړه، پاکستان طالبانو ته امر کړی دی چې د افغانستان زراعت وځپي او په دې توګه بېرته خلک د پاکستاني محصولاتو پېرنې ته اړ کړي.

طالبانو د پاکستان د همدې امر په اساس، اوس تازه د افغان کرندګرو او کښتونو پر ضد جګړه پيل کړې او تر اوسه يې د افغانستان زراعت ته يوازې په يوه ولايت کې ميليونونه ډالره تاوان اړولی دی.

دوی په دغه جګړه کړې پاخه سړکونه په ټراکټورونو او کولنګانو اړوي، بازارونه او مارکېټونه په نښه کوي او پر هغو ځمکو اوبه بندوي چې حلال بوټي ورباندې کرل شوي وي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې طالبانو له څو مياشتو راهيسې د هلمند په هغو سيمو کې چې دوی ورباندې مسلط دي، پر کروندو اوبه بندې کړې او يوازې هغه څوک حق لري چې کروندو ته يې اوبه ورسوي چې له طالبانو سره خواخوږي لري، ځای ورکوي، تارياک کري او يا هم د حکومت پر ضد فعاليتونه کوي.

د طالبانو د کوټې شورا فتوا ورکړې ده چې هغه څوک پر ځمکو د کښت شرعي حق نه لري چې يا له حکومت سره خواخوږي کوي، يا پر خپلو ځمکو داسې بوټي کري چې حکومت ورباندې خوشاله کېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، طالبانو د کوټې شورا د همدې پرېکړې په اساس، د هلمند په مارجه، نادعلي، ناوې او ګرمسېر کې پر زرګونه جريبه ځمکو اوبه بندې کړې دي او بزګران يې په مرګ ګواښلي دي چې بايد خپلې ځمکې و نه کري.

په دغو سيمو کې اوس پر سمسورو ځمکو اغزي او واښه ولاړ دي او کروندګر يې د بېګا نه لري چې خپل اولادونه پرې ماړه کړي.

يوازې د ناوې او نادعلي ځينې سيمې داسې دي چې په دې وروستيو کې د طالبانو له ګوتو وتلې او اوس يې اوسېدونکي بېرته د خپلو ځمکو ابادولو ته ورګرځېدلي دي.

مارجه او ګرمسېر چې د هلمند له سينده دوه لويې بغراوې لري او ټولې ځمکې يې په همدې اوبو خړوبېدای شي، لا هم د طالبانو تر تسلط لاندې دي، د کروندګر ځمکې يې خوارې پاتې دي او طالبانو ټولې اوبه په سرقلې ورخوشې کړې دي.

په تېرو څو مياشتو کې د طالبانو د همدې ظلم له امله زرګونه جريبه ځمکې په شاړو بدلې شوې، د هلمند خپل کرنيز حالات تر نيمايي ډېر را کم شوي دي او په دې توګه خلک مجبوره دي چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستاني توکي وپېري.

د لښکرګاه په څنډه کې بولان او باباجي هغه زرغونې ساحې دي چې بېلابېل سابه، جوار، لوبيا، غنم، بادرنګ، بېنډۍ، روميان، پياز، بانجڼ او نور کرنيز توکي په‌کې کرل کېږي، خو له څو مياشتو راهيسې طالبانو باباجي د جګړې ډګر ګرځولی، کرنه يې فلج ده، اما بولان شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې له دوی څخه پاک شوی، او اوس يې بيا کروندې حاصل ته چمتو شوې دي خو د خلکو اړتيا نه پوره کوي.

د هلمند د کرنې رياست يو مامور چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي، د پاکستان جګړه يوازې د افغانانو وژل نه دي، بلکې د زراعت فلجول، د اقتصاد ضعيفول او فقر ته د خلکو مجبوره کول يې هم د جګړې برخه ده.

دی وايي، پاکستان نيم ولس وژني، د نيمو له خولې ډوډۍ اخلي او په دې توګه خپلو بې‌کيفيته موادو ته بازار جوړوي، خو خلک د پاکستان په دغو دسيسو نه پوهېږي.

د ده په وينا، د کروندګرو ځمکې چې وچې شي، مجبوره کېږي چې طالبان شي او په دې سربېره، هغه خلک چې په ښارونو کې پراته دي، د کرنيزو ځمکو د وچېدو له امله د پاکستاني موادو پېرلو ته مجبوره کېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د هلمند د ډېری کروندګرو چې د ځمکو حاصلات يې اخيستي و، مخه نيولې چې خپل حاصلاتو وپلوري.

په دې توګه زرګونه ټنه خوراکي مواد يا وراسته شوي يا چينجو او خزندو خوړلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.