سرخط؛ د کندهار چاودنې د وليالله په مدرسه کې پلان شوې وې
منبع
د تېرې سهشنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې يو په بل پسې خونړۍ چاودنې وشوې چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د کندهار په چاودنو کې عرب ډيپلوماټان او لوړپوړي دولتيچارواکي هم شهيدان او ټپيان شول، خو د کابل او هلمند په هغو کې قربانيان يوازې افغانان ول.
سرخط ورځپاڼې ته اوس داسې مالومات په لاس ورغلي دي چې ښيي، د کابل، کندهار او هلمند ټولې چاودنې د طالبانو نظامي کمېسيون او د پاکستان استخباراتي شبکې تر کرښه پورې غاړه د ملا ولیالله په مدرسه کې پلان کړې وې.
دغه مدرسه له کلونو راهيسې د افغانستان لهپاره درګرده ځانمرګی روزي.
د ورځپاڼې په خبره، وروسته له هغه چې طالبانو و نه کړای شوای هلمند سقوط کړي، نو پوه شول چې تر څه وخته د کندهار نظامي شورا په پښو ولاړه وي، دوی د هېواد په جنوب او لوېدیز کې د کومې سيمې نيولو ته نه پرېږدي، ځکه خو پر دغې شورا د بريد تابيا ونيوه.
د کندهار په نظامي شورا کې د کندهار او هلمند د امنيت رييسان، والي او د کندهار امنيه قوماندان د وروستۍ پرېکړې خلک دي.
طالبانو او ایايسای د کابل، کندهار او هلمند د بريدونو لهپاره شل ځانمرګي تيار کړل او بیا یې په دريو برخو ووېشل.
لومړۍ ډله یې بدري ګروپ نومېده چې په دارالامان کې یې بريدونه وکړل، دويمه یې عرب ګروپ و چې په هلمند کې یې وژنې وکړې او درېيمه ډله چريکي هغه وه چې د کندهار په ولايت مقام کې یې چاودنې وکړې.
ایایسای د کندهار د چاودنو لهپاره دوه ميليونه کلدارې ملا وليالله ته ورکړې وې او هغه د چمن په رحمان کهول سيمه کې ورته ځانمرګي وروزل.
د کندهار چاودنې داسې پلان شوې وې چې لومړی به يوه چاودنه کېږي، وروسته چې خلک راټولېږي،دويمه چاودنه به هم کېږي، همداسې وشول، خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق له لومړۍ چاودنې وروسته، ولايت مقام ته ور په لاره و، خو لا رسېدلی نه و چې دويمه چاودنه وشوه.
د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په لومړي سر کې د دغو چاودنو مسووليت ومانه او په خپلو کې یې يو بل ته مبارکيانې ورکولې، خو چې پوه شول عرب ډيپلوماټانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې، له خپلې خبرې منکر شول.
نظرات بسته شده است.