سبا په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران یو ناسته ولري.

دوی وايي، د افغانستان، پاکستان او چین د چارواکو له ژمنو سره سم سبا د شنبې په ورځ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته په کابل کې جوړېږي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د جوړېدونکې ناستې په اړه زیات معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د ناستې مهمې موضوعګانې د افغانستان او سیمې روان وضعیت او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا موضوعګانې دي.
ده وویل:

“د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه ناسته سبا په کابل کې جوړېږي، په دغه ناسته کې به د سولې، سیمه ییزو همکاریو او له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وشي، دوی سبا خبري ناسته هم لري او نور جزیات به له هغو څخه واورئ.”

د افغان چارواکو په خبره، دغه ناسته د درې واړو هېوادونو ترمنځ د تېرو ناستو په دوام جوړېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ورته ناسته تېر کال د ډيسمبر په ۲۳ مه د چین په بجینګ کې جوړه شوې وه.

په چین کې په ۲۰۱۷ کال کې د ډسمبر په ۲۳ مه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخيزه ناسته
په چین کې په ۲۰۱۷ کال کې د ډسمبر په ۲۳ مه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخيزه ناسته
په تېره ناسته کې هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو، په سیمه کې په روان وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې په شدت او اقتصادي او تجارتي همکاریو خبرې شوې وې او یو لړ ژمنې هم په کې شوې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان ځینو رسنیو ویلي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به په راروانه اوونۍ کې کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په زیاتېدو او د ترورېزم پر وړاندې په ګډې او موثرې مبارزې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي او سربېره پر دې د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې پر افغانستان سربېره، پاکستان، عربي اماراتو، قطر، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

زلمي خلیلزاد سربېره د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر لیدو کتو، له طالب استازو سره هم لیدلي دي.

راپورونه دا هم وايي چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خانه په یوه لیک کې غوښتې دي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون رئيس زمري پاد خوابي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې ناستې هرکلی وکړ، خو ويې ویل چې ډاډمن نه دی چې پاکستان په دې تړاو رښتینی اوسي.

ده وویل:

“زما په نظر، د پاکستان هلې ځلې د وخت تېرول دي، پخوا تر دې هم داسې ډېرې ناستې شوي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې، پاکستان هېڅ کله د ترورېزم پر خلاف رښتینی ګام نه دی اخیستی.”

سربېره پر دې افغان او امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان وسله وال مخالفین په پاکستان کې دي او هلته روزل کېږی، تمویلېږي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل کېږي.

خو دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان ثبات د افغانستان په سولې پورې تړلی او په دې برخه کې به همکاري وکړي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.