زهرا نادري: هڅه کېږي د خلکو او ارګ تر منځ واټن له منځه ولاړ شي

 

 

د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر غني سالاکاره وايي هڅه کېږي چې د بېلابېلو ارزښتونو له پلي کېدو سره د خلکو او ارګ تر منځ واټن له منځه ولاړ شي.

نوموړې وايي چې ولسمشر خپل قدرت په خلکو کې ویني او له همدې امله له بېلابېلو لارو هڅه کېږي تر څو ولس خپل ځان په ارګ کې وویني.

فرخندې زهرا نادري چې د یکشنبې په ورځ یې د ارګ د ننه د «ښاریانو دېوال» په نوم پرانیسته درلوده وویل د ملګرو ملتونو ور ها خوا عام افغانان او ادارې باید په خپلو هڅو د ولسواکۍ ارزښتونو د عامولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه:

“زه په دې باور یم سره له دې چې ملکري ملتونه پر خپل ځای لرو، ولې موږ نه شو کولای د هغو اوسېدونکو په شان چې په یوویشتمه پېړی کې له خپلو حکومتونو سره قوي اړیکې لري ولرو، موږ ته د ملګرو ملتونو فکر په دې ډول ارزښت لري چې موږ د ملګرو ملتونو ارزښتونه او انساني ارمانونو ته په خپل دفتر او هېواد کې کار وکړو.”

پر دغه دېوال د شااوخوا پنځوسو مشهورو افغان مېرمنو او نارینه وو عکسونه نصب شوي چې د ورزش، لیکوالۍ،شاعرۍ، تحلیل، نقد او فرهنګ په برخه کې مخکښ دي.

اغلې نادري وايي، له دې وړاندې په ارګ کې یوازې د پخوانیو شاهانو او ولسمشرانو عکسونه و، خو د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره باید هرڅوک خپل ځان او استازي په ارګ کې وویني.

د ولسواکۍ ارزښتونو د ساتنې او د ولس او حکومت تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په خاطر د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر غني د سلاکارې له دې وړاندې د ارګ او ښاریانو تر منځ مناظره جوړه کړې وه.

خو پوښتنه دا ده چې د غټو کانګرېټي دېوالونو تر شاه او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې افغان ولسمشر او نور چارواکي رښتیا هم په دا ډول هڅو خلکو ته نږدې کېدای شي.؟

د اروا پوهنې استاد ضیاالحق شمس وايي، د پخوا په پرتله اوس مهال دا ډول هڅې ډيرې شوي او اغیز یې هم د احساس وړ دی.

خو ښاغلي شمس ازادي راډيو ته وویل د دې لپاره چې د ارګ یا په ټوله کې د حکومتي چارواکو او ولس تر منځ اړیکې پیاوړي وي لا عملي کارونو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

“په ځوان نسل کې د دغو کارونو اغیزې تر یوې کچې مثبتې دي،خو د ولس رضایت په دې ډول نه دی تر لاسه شوی او نه هم تر لاسه کېږي په دې اړه نورو چارو ته ډېره اړتیا ده اصلي مسایل په عام ژوند کې نور شیان دي خو دا د نورو پروګرامونو لپاره یوه زمینه سازي کېدلای شي.”

د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر غني سالاکاره بیا وايي، په دې اړه د ارګ اوسنی دریځ دا دی چې د خلکو او ولسواکۍ ارزښتونو ساتل خپل مسؤلیت ګڼي او د قدرت د مهارلو لپاره د قدرت دا ځای د ارزښتونو د ساتنې په یوه بنسټ بدلوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.