زلمی خلیل‌زاد: د بین‌الافغاني خبرو د ځای او نېټې په اړه بحثونه روان دي

دآزادی رایو

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د افغانستان د سولې په اړه د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي: “موږ خوشبینه یو چې بالاخره د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر لور روان یو.”

زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختګ شوی دی.

ده زیاته کړه: “د بین‌الافغاني خبرو په اړه زموږ د بحثونو یوه برخه چې موږ ورباندې تمرکز کوو د مذاکراتو نېټه او ځای دی. دواړه لوري، افغان حکومت او طالبان باید پر دغو مسایلو توافق وکړي. یو شمېر هېوادونو وړاندیز کړی چې هلته دې مذاکرات وشي، خو لوري باید موافق وي چې چېرته. د نېټې مسئله هم ده، خو هغه د بندیانو په مبادله پورې تړاو لري، خو دا چې موږ پر دغو مسایلو خبرې کوو، دا یو پرمختګ دی.”

زلمي خلیل‌زاد وویل چې د اختر په ورځو کې د اوربند پر مهال د تاوتریخوالي کچه په نسبي توګه ټيټه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل: “د امریکا اساسي هدف د اوږد مهاله او ستراتېژيکو اړیکو د دوام په چوکاټ کې یو موټي، خپلواک، ډموکراتيک او با ثباته افغانستان دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره به‌يې هېواد له افغان حکومت سره یوځای کار وکړي.”

مایک پومپيو دا خبرې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د وېډيو کنفرانس له لارې وکړې.

د دوشنبې په ماښام د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې ولسمشر غني له مایک پومپیو سره په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت لارښود شریک کړ.

اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني مایک پومپیو ته وویل چې د یوه باثباته، خپلواک او یو موټي افغانستان لپاره باید نورې هڅې وشي چې د ټاکل شویو اهدافو لپاره د دواړو لورو کاري ټيمونه د دې لارښود پر عملي کولو کار وکړي.
د ارګ ماڼۍ د اعلامیې له مخې په دې وېډیو کنفرانس کې همداراز په ځانګړې توګه د زندانیانو د خلاصون او د مذاکراتو د څېړنې او ځای په اړه خبرې وشوې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د لاسلیک شوې موافقې له مخې امریکا ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کموي او د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

امریکا له مخکې لا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کم کړی دی. دا خبره تېره اوونۍ امریکايي او ناټو چارواکو وکړه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې ټاکل شوې وه د مارچ تر ۱۰مې پورې طالبان د افغان حکومت زر بندیان او افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړي چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، خو د بندیانو د خلاصون بهیر تر اوسه دوام لري.

خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ په خبرو کې وویل چې امریکا د بندیانو د مبادلې د مسئلې په حل کې هم مرسته کوي. ده هیله څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي کچه به ټيټه پاتې شي چې د بندیانو له خلاصون سره بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.