زلمی خلیلزاد نن په قطر کې له طالبانو سره ګوري

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته نن په قطر کې له طالبانو سره ګوري.

خلیلزاد له طالبانو سره تر دې خبرو مخکې ازادي راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

د طالبانو یوه جپګوړي چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې له امریکایي پلاوي سره به د سولې په اتم پړاو خبرو کې د دوی ۱۹ کسان برخه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد د قطر د دې سفر په درشل کې ازادي راډیو ته وویل چې دا ځل یې نږدې یوه نیمه اوونۍ په کابل کې تېره کړه او د سولې په تړاو یې دا سفر خورا ګټور و.

ده وویل: زه نهه لس ورځې په کابل کې وم، دا یو ډېر ښه سفر و، دا د دې دندې له پیل راهیسې تر ټولو بریالی سفر و.
له هغه وخت راهیسې چې د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه مې کار پیل کړی، تر ټولو ګټور سفر په #افغانستان کې پای ته رسوم. متحده ایالتونه او افغانستان پر راتلونکو ګامونو موافقه کړې، مذاکرتي پلاوی او تخنیکي ملاتړې ډله د وروستي کېدو په حال کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په سپټمبر کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګماره.

ده تر اوسه پورې له طالبانو سره اووه پړاوه د سولې خبرې مخته وړي دي.

خلیلزاد وایي چې د سولې په ارتباط د راتلونکو ګامونو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره موافقې ته رسېدلی دی

افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې له طالبانو سره مرسته کوي، خو خلیلزاد وایي اوس د پاکستان سیاست بدل شوی.

دی زیاتوي: د پاکستان په سیاست کې زه مثبت تغییر وینم چې غواړي په دې برخه کې مرسته وکړي، که څه هم موږ هر کله دا غواړو چې پاکستان باید نور ګامونه واخلي، خو په تېرو څو میاشتو کې زه یو مثبت بدلون وینم.

طالبانو د سولې په تېرو پړاوونو کې بیا بیا پر دې ټینګار کاوه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په واشنګټن کې وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر د راتلونکي میلادي کال تر نومبر پورې کم کړي، خو امریکایي رسنۍ څرګندوي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو مسئله له طالبانو سره د سولې له خبرو سره ارتباط لري.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین روېټرز اژانس ته وویل چې دوی له خپلو مشرانو سره سلا مشوره بشپړه کړې ده او خلیلزاد ته انتظار کوي.

بل لور ته پرون زلمي خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې که طالبان د خپل اړخ چارې ترسره کړي، دوی به خپل کارونه بشپړ کړي او هغه موافقه به نهایي کړي چې تر اوسه کار پرې شوی دی.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
· 23h
له هغه وخت راهیسې چې د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه مې کار پیل کړی، تر ټولو ګټور سفر په #افغانستان کې پای ته رسوم. متحده ایالتونه او افغانستان پر راتلونکو ګامونو موافقه کړې، مذاکرتي پلاوی او تخنیکي ملاتړې ډله د وروستي کېدو په حال کې ده.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
زه د دوحې په لور روان يم خو په اسلام اباد کې به دمه ولرم. په دوحه کې، که طالبان د خپل اړخ چارې تر سره کړي موږ به خپلې چارې تر سره کړو، او هغه هوکړه به نهایي کړو چې تر اوسه مو کار پرې کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.