‘زرګونه ټنه خوراکي توکي افغانستان ته وارد شوي’

دآزادی راډیو

افغان چارواکي وایي، تېرو دوه ورځو کې زرګونه ټنه خوراکي توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د کرونا ویروس له امله په بازارونو کې رامنځته شوی کړکېچ هوار او خلکو ته د قحطۍ د نه راپیدا کېدو ډاډ ورکړي.

پرون چهارشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۲۸» د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حیرتان، تورغنډۍ او اقینې بندرونو له لارې نږدې ۲۵۰ واګونه خوراکي او نور اړین توکي دغه هېواد ته وارد شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، همدا پرون چهارشنبه هم سلګونه واګونه سوداګریز توکي همدې بندرونو کې تخلیه کېدل.

د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وارد شویو خوراکي توکو کې اوړه، غنم، غوړي او یو شمېر نور اړین توکي شامل دي.

دغې ادارې ډاډ ورکړی چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د خوراکي توکو واردات په عادي حالت کې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ولس ته د بازارونو د ثبات او خوراکي توکو د واردېدو ډاډ ورکړ.
ښاغلي غني وویل، راتلونکو دوه اوونیو کې به له هند نه ۷۵ زره ټنه غنم او له شمالي بندرونو زر کانټینره غوړي مارکېټونو ته راشي.

د افغان بازارونو د ثبات ډاډ داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان کې تېرو څو ورځو کې د لومړنیو خوراکي موادو بیې نږدې دوه برابره شوې دي.

له دې سره پولیسو، ښاروالۍ او اړوندو نورو ادارو د احتکار کوونکو په وړاندې اقدامات پيل کړل او د یو شمېر سرغړونکو دکانونه‌یې هم وتړل.
ورنیو چارو وزارت وویل، ۱۵۰ احتکار کوونکي یې نیولي وو چې له تضمین اخیستو وروسته‌یې بېرته پرېښي دي.

په ظاهره دې اقداماتو په بازارونو کې د بیو وضعه بېرته کنټرول کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین هم وایي، په بازارونو کې د توکو بیه بېرته کمه شوې او د خوراکي موادو سوداګري په عادي حالت روانه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.