زخېلوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لندن خبرې مثبتې وبللې

 

تاند- د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي، په لندن کې د بریتانیا په بلنه د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو خبرې رغنده او مثبتې وې.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز او د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ ترمنځ پرون /چهارشنبه/ په لندن کې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو د پای ته رسولو په هدف خبرې وشوې.

ښاغلی زاخېلوال، چې په خپله هم په دې خبرو کې شامل و، وايي چې د دغو خبرو هدف دا و چې د تروریزم پر ضد د ریښتینې مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر میکانیزم سلا وشي او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د روان کړکېچ او بې باورۍ د پای ته رسولو لپاره پر اقداماتو موافقه وشي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر د دوو هیوادونو خبرې رغنده، مخ په وړاندې او نتیجه لرونکې وبللې، ویې ویل چې د دې مهمې غونډې د بریالیتوب په اړه به د افغانستان او پاکستان عام خلک قضاوت وکړي.

زاخېلوال وايي«موږ خوشبنه یوو چې هغه میکانیزم، چې موافقه مو پرې کړې ده، د دوو دولتونو ترمنځ د رغنده اړیکو او همکاریو لپاره اعتماد او باور رامنځته کولی شي.»

ښاغلي زاخېلوال په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا پاکستان د تورخم او سپین بولدک د لارو د خلاصون او د ترهګرو د پناهځایونو د ختمولو ژمنه وکړه او که نه.

دغه راز ډېری افغانان د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو د ګوزارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او هیله لري چې د لندن په خبرو کې به پرې خبرې شوي وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.