زاخېلوال: نوازشریف دې د بندو لارو د سمدستي پرانېستلو امر وکړي
په پاکستان کې د افغانستان سفیر نن په اسلاماباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړلو سرحدي دروازو ستونزې مستقیماً د پاکستان له صدراعظم سره مطرح کړې.
حضرت عمر زاخېلوال اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې د پاکستان له صدراعظمه وغوښتل چې د دغو دروازو د ژر تر ژره خلاصېدو امر وکړي.
ښاغلي زاخېلوال پهدې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه او متن یې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه خپور کړ.
پهدغه متن کې د ښاغلي زاخېلوال له قوله راغلي چې وایي، له نېژدې د دوو اونیو راهیسې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لاره بنده ده، هم عادي خلک چې د پولو دواړو غاړو ته ایسار دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او هم دواړو هېوادونو سوداګرو ته ډېر زیانونه رسیدلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبه په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره ټول سیمه ییز سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کړي دي او د خپلو زیانونو په اړه یې وویل
“موږ ته لویه ستونزه د ټرانزیټ ده. درې میاشتې مخکې له مالیزیا، سنګاپور، چین امریکا او داسې نورو هېوادونو څخه یو کانټینر لوډ کېږي. دا درې میاشتې وخت نیسي، خو اوس زموږ دوه- درې سوه کانټینرونه چې کراچۍ کې تخلیه کېږي، هغه هم کراچۍ کې ولاړ دي. له پاکستانه مو جدي غوښتنه دا ده چې زموږ د ترانزیت مسئله حل کړي.”
پاکستان کې د افغانستان سفیر د ایکو سازمان په غونډه کې د پاکستان صدراعظم ته په خطاب کې وویل:
“دا پیغام به ښه وي چې تاسو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټراتزیټ او سوداګرۍ لارو د سمدستي خلاصېدو امر ورکړئ.”
دغه افغان ډیپلوماټ د سې شنبه په ورځ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي وو چې که د پاکستان حکومت د چهارشنبه په ورځ د تورخم، سپینبولدک او غلام خان بندر پرا نه نېزي، دا موضوع به د اقتصادي همکاریو د سازمان په سرمشرېزه کې مطرح کړي.
ښاغلي زاخېلوال لیکلي په دې اړه یې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم له سلاکارسرتاج عزیز سره هم په جدیت سره بحث کړی دی.
د ده په وینا سره لهدې چې د پاکستان لوري د دغو لارو د نسبې پرانېستلو په اړه ژمنې کړې وې، خو لا هم ډېری خلک د پولو دواړو غاړو ته ایسار دي.
د پاکستان په سند او لاهور کې د وروستیو خونړیو چاودنو وروسته د پاکستان چارواکو له افغانستان سره ټولي لاري وتړلې.
پهدغو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول.
پاکستان ادعا کوي چې په هغه هېواد کې په تروریستي فعالیتونو کې ښکیل کسان له افغانستانه ور اوړي، خو افغان حکومت د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي او وایي، د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد په وړاندې ګټه نهده اخېستل شوې.
د ایران او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون د څو هېوادونو مشرانو اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو په غونډه کې برخه واخېسته.
پهدې غونډه کې چې نن د پاکستان د صدراعظم نوازشریف لهخوا پرانېستل شوه، د افغانستان له لوري د احتجاج په توګه د ولسمشر اشرف غني پرځای په هغه هېواد کې د کابل استازي حضرت عمر زاخېلوال برخه واخېسته.
په غونډه کې د سیمې په سطح د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ او پانګهونې په وړاندې د خنډونو پر لېرې کېدو بحث وشو.
نظرات بسته شده است.