زابل کې په امنیتي سرتېرو ډله ییز برید شوی
تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه زابل کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې ډله ییز برید کړی دی.
د زابل د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تېره شپه ددغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د برایم مانده په نوم د امنیتي سرتېرو پر پوسته ډله ییز برید کړی، چې دوی یې مخه نېولې او په شاه تمبول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، طالب جنګیالیو نن سهار ۴:۳۰ بجې یو ځل بیا په یاده پوسته وسله وال ډله ییز برید وکړ چې سیمې ته د کمکي سرتېرو په رسېدو سره په شاه شول او د پوستې د سقوط مخه ونیول شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې دوه طالب جنګیالي او درې تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او د دوو طالبانو په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو چې د شهر صفا ولسوالۍ په برایم مانده نومي پوسته کې د یوه نفوذي پولیس له خوا خپل ۶ ملګري وژل شوي دي.
نظرات بسته شده است.