روغتیا وزارت: سره صلیب دې خپل ځنډیدلي فعالیتونه پیل کړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانانو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې خدمتونه ډېر ارزښمن دي او هیله لري چې دغه اداره لکه د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د یاد وزارت د ملکي برخې مسؤل کنېشکا ترکستاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو چې افغانان مرستې ته اړتیا لري دوی هیله‎مند دي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه خپل ځنډیدلي فعالیتونه ژر پیل کړي.
ښاغلي ترکستاني زیاته کړه:

“موږ په ټوله کې دا پېښه غندو خو دا چې دې ادارې خپل فعالیتونه ځنډولي موږ هیله‎مند یو چې د افغانستان وضعیت ته په کتو سره صلیب بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د جوزجان قوشتېپې ولسوالۍ ته نېږدې د سره صلیب د کارکوونکو له وژلو وروسته سره صلیب په دغه هېواد کې د خپلو خدماتو د ځنډولو اعلان وکړ.

د جوزجان ولایت چارواکو ویلي چې د سره صلیب شپږ کارکوونکي داعش وسله‎والې ډلې وژلي او دوه نور یې له ځانه سره بیولي دي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شوي او تري تم شوي ټول افغانان دي چې په دغه سیمه کې یې د واورې څخه زیان لیدونکو کورنیو ته مرسته رسوله.

دا پېښه سره صلیب، نړیوالو بشري بنسټونو، د افغانستان اجرائیه رئیس، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي ادارې، د بخښنې نړیوال سازمان، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ځينو نورو ادارو په کلکو ټکو غندلې ده.

یاده کمېټه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي چې تر ډېره یې خدمتونه د جګړې د قربانیانو درملنه او د زیان لیدونکو سره مرسته ده.

افغانسان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند احمد امین ایاز ازادي راډيو ته وویل چې د فعالیتونو د بیا پیلېدو لپاره دا کمېټه وخت ته اړتیا لري.
نوموړی وايي:

“اوس مهال ICRC په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي ترڅو د دغې غمجنې پېښې په اړه ښه پوه شي، مخکې له دې چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه پریکړه وکړي دا کمېټه وخت ته اړتیا لري تر څو وضعیت وڅېړي او پوهه شي چې په حقیقت کې څه پېښ شوي دي.”

اجرایه رئیس عبدالله عبدالله رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې افغان امنیتي ځواکونه ته هدایت ورکړی چې دا موضوع په جدیت سره تعقیب او د پېښې له عاملانو سره غوڅ چلند وکړي.
له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ۲۰۱۶ میلادي کال په افغانستان کې د مرستندیه ادارو لپاره خونړۍ کال بللی و، خو د نوي میلادي کال له پیلېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د یادې ادارې کارکوونکي وژل کېږي او له ځانه سره بیول کېږي.

یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.