روغتیا وزارت: د کابل وروستیو حملو کې د وژل شویو شمېر۲۲ ته ورسېد

 

دآزادی رادیو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د تېرې ورځې د دوو غبرګو حملو د وژل شوی شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د مطبوعاتو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو حملو کې ۱۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي:

“د تېرې ورځې په دوو حملو کې۱۲۰ تنه ټپیانشوي او ۲۲ تنه شهیدان شوي دي.”

د کابل د امنیه قومندانۍچارواکي وايي چې د شپږمې امنیتې حوزې سره نېژدې لومړی درنه موټرې بمي چاودنه وشوه او وروسته څلور تنو حمله کوونکو هڅه کوله په سیمه کې د ملي اردو د جلب و جذب یو مرکز او د پولیسو امنیتې حوزې ته ننوزي.

دویمه حمله د کابل ختیځ کې د ارزان قیمت په سیمه کې وشوه چېرې چې دوه حمله کوونکي د ملي امنیت د یو مرکز له ساتونکو سره په نښته واوښتل.

په دې حمله کې یو تن وژل شوی او یو هم ټپي شوی. دوه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

پخواني:

د هغه کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۶ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۴۴ ته رسېدلی چې د کابل د چهارشنبې ورځې په بریدونو کې وژل شوي دي، خو لا هم د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو اندېښنه شته.

روغتیايي چارواکي وايي، د کابل د دې بریدونو په ترڅ کې له ټپي شویو کسانو څخه لږ تر لږه د ۱۰ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل:

“د شپږمې حوزې سیمې برید ډېره قوي چاودنه وه چې د ۴۳ په شااوخوا کې زموږ هېوادوال‌یې ټپیان کړي او ۱۵ تنه هم شهیدان شوي. هغه پېښه چې په ۱۲مه ناحیه کې شوې یو کس شهید شوی او یو تن په‌کې ټپي دی. یو شمېر ټپیان چې شمېر یې ۱۰ تنو ته رسېږي او د استقلال په روغتون کې دي، روغتیايي وضعیت‌یې یو څه خراب دی.”
ښاغلي کاووسي وویل چې د دې بریدونو په قربانیانو کې نظامیان او ملکیان دواړه شامل دي خو دا چې څومره‌یې ملکیان او څومره نظامیان دي په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

خو افغان امنیتي چارواکي وايي، د دواړو بریدونو ډېر قربانیان ملکي وګړي دي او یوازې د امنیتي ځواکونو درې سرتېري په‌کې وژل شوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي د ټپیانو شمېر ۵۰ تنه وښوده.
نوموړي د شپږمې امنیتي خوزې د برید په اړه وویل:

“موټري بمي چاودنه وشوه، له څلور بریدګرو څخه دوه‌یې د ملي اردو د جلب جذب مرکز داخل ته او دوه تنه نور هم د پولیسو حوزې ته د ننوتو هڅه کوله. د دې برید په ترڅ کې د ۱۵ په شااوخوا کې کسان چې د درې ښځو په شمول ډېر یې ملکیان دي شهیدان شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې یوازې درې تنه پولیس شامل دي نور ټول ملکي خلک دي.”

امنیتي چارواکي وايي، د شپږمې امنیتي حوزې سره نېږدې برید کې له بریدګرو سره تر ۶ ساعتو نښتې وروسته وتوانېدل چې هغوی له‌منځه یوسي.

همدا برید د زیاتې مرګ ژوبلې سبب شوی دی.

دوهم برید د کابل په ختیځ کې د احمد شاه بایا مېنې «ارزان قیمت» سیمه کې و، چېرې چې دوه بریدګر د ملي امنیت د یو مرکز له ساتونکو سره په نښته واوښتل.
په دې برید کې یو تن وژل شوی او یو هم ټپي شوی، دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

کابل په دې وروستیو کې پر سترې محکمې له برید راوروسته په نسبي توګه ارام وو.

خو د چهارشنبې په ورځ په یو وخت دې دوو بریدونو د دې ګڼ مېشتي ښار نسبي ارامي یو وار بیا له‌منځه یوړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.