روغتیا وزارت: د امام زمان پر جومات حمله کې ۲تنه وژل شوي او ۱۱ټپیان دي

 

 

دآزادی راډیو
افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه کې د “امام زمان” پر جومات بريد کړى.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه ورته له دې پېښې ۱۱ ټپیان او دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

نوموړي وویل چې د پېښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال تکیه خانې(د اهل تشیوع جومات) ته ننوتلي دي.
عیني شاهدان وايي چې د انتحاري حمله کوونکو شمېر څلور وو چې لومړی انتحاري حمله شوې ده او ورپسي درې برید کوونکي جومات ته ننوتلي دي او لا هم په سېمه کې ډزې روانې دي.

پېښه د جمعې لمانځه پر مهال شوې ده او ویل کېږي چې په جومات کې له ۱۰۰ ډېر کسان یرغمل نیول شوي دي.

تراوسه د دې برید مسؤلیت په رسمې ډول چا نه دی منلی.
​پخواني معلومات:

د کابل ښار په خیرخانې کې د قلعه نجاران سیمې په یوه جومات “امام زمان” کې ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او خال خال ډزې روانې دي.

نوموړي وویل چې دغه برید تلفات لري خو د دقیق شمېر په اړه يې څه ونه ویل.

لومړني معلومات وايي چې وسله وال تکیه خانې(د اهل تشیع جومات) ته ننوتلي دي.

یوولسمه حوزه کې امنیتي چارواکي هم د برید پخلۍ کوي او وايي، ځانمرګی برید شوی، خو نور معلومات نه لري.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

پخواني معلومات:
افغان امنیتي چارواکي تائیدوي چې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې وسله والو پر یوه جومات حمله کړې ده.

د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند نجیب دانش شېبه مخکې ازادي راډیو وویل چې په قلعه نجارا سیمه کې وسله وال د امام زمان په نوم جومات ته داخل شوي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.