روسیه وايي، د افغانستان انتخابات د امریکا له لوري ځنډول شوي J

 

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د امریکا د فشار په نتیجه د حمل له ۳۱ نېټې څخه د سرطان ۲۹ نېټې ته ځنډول شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بې له دې چې د خپلې ادعا ثبوت د ځینو نښو نښانو یادونه کړې او ویلي یې دي، امریکا د دې لپاره چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې د عملي کېدو لپاره ځان چمتو کړي، انتخابات ځنډولي دي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت نن /جمعه/ په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیان ته اشاره وکړي، ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دې لپاره د ولسمشرۍ انتخابات درې میاشتې ځنډولي چې هغه تخنیکي تېروتنې تکرار نه شي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې وشوې. د امریکا سفارت د انتخاباتو په پروسه کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې ادعا د ثبوت په توګه ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو ظاهراً تخنیکي دلایل د انتخاباتو د ځنډ سبب بللي خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د انتخاباتو کمیسیون ټینګار کړی و چې انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت همداراز وايي«له هر شي داسې ښکاري چې د انتخاباتو د ځنډېدو پرېکړه د امریکا د متحدو ایالتونو تر اغېز لاندې ځنډول شوي چې د خپلې خوښې د اعمالولو لپاره کافي وخت ولري او له خپلې خوښې سره سم د سولې پروسې پرمخ یوسي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دا مسله پوښتنه راپورته کوي چې د افغانستان د اساسي مسلو په اړه پرېکړه څوک کوي.

روسیې دغه راز ویلي، د مسکو په غونډه کې چې طالبانو ګډون وکړ، د افغانستان حکومت خپل استازي ونه لېږل خو د ابوظبي په غونډه، چې د امریکا له لوري بلل شوې وه، کابل خپل استازي ورولېږل خو د طالبانو د انکار له کبله یې د ابوظبي په غونډه کې ګډون ونه کړ.

1 total view

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.