روسیه وايي، افغانستان ته به وړیا څرخکې ورنه کړي

 

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، هیواد یې افغانستان ته وړیا څرخکې نه شي ورکولی.

ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته وویل، مسکو نه غواړي چې افغانستان ته وړیا هیلي کوپتر ورکړي، باید افغانستان یا امریکا د څرخکو په بدل کې پیسې ورکړي.

ده همداراز وویل«د افغانستان اوسنی مشرتابه د افغانستان – روسیې د اړیکو په وړاندې داسې چلند کوي چې موږ یې غوښتونکي نه یوو. ډېره غیر منطقي ده چې هغه ولسمشر چې زموږ سره دوستانه اړیکې نه لري زموږ څخه د سوغات غوښتنه وکړي.»

د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي وویل چې د روسیې خپل پوځ هیلي کوپترو ته اړتیا لري او امریکا حاضره نه ده چې هغه په پیسو واخلي نو د کابل چارواکي باید د هیلي کوپترو د رانیولو لپاره له کوم بل ځایه پیسې پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د روسي څرخکو پر ځای د افغانستان هوايي ځواک ته د لا پرمختللو امریکايي هیلي کوپترو د ورکولو پرېکړه کړې ده.

امریکا تراوسه پورې د افغانستان هوايي ځواک ته ۱۶ بلک هاک هیلی کوپترونه ورکړي خو په پام کې لري چې تر ۲۰۲۳ م کال پورې ټولټال ۱۵۹ دا ډول څرخکې ورکړي.

د افغانستان هوايي ځواک یو شمېر روسي ایم آی ۱۷ څرخکې هم لري. د سیګار په یوه وروستي راپور کې ویل شوي چې د افغان هوايي ځواک ۴۷ ای آی ۱۷ څرخکې تخنیکي ستونزې لري.

کابلوف هم دې مسلې ته په اشاره وویل، دا په امریکا پورې اړه لري چې د روسي څرخکو پر ځای خپل هیلي کوپترونه افغانستان ته ورکوي یا یې نه ورکوي خو روسیه په هیڅ صورت افغانستان ته وړیا خپلې هیلي کوپترونه نه شي ورکولی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.