روسیه: د ولسمشرۍ د هیڅ افغان نوماند ملاتړ نه کوو

 

تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: په کابل کې د روسیې سفارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې مسکو په ولسمشریزو ټاکنو کې د یو ځانګړي کاندید پلوي کوي.

د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا هسې اوازې دي او مسکو په افغان ولسمشریزو نوماندانو کې هیڅ انتخاب نه لري.

اعلامیه وايي، په دې وروستیو کې چې د رایو د راټولونې چارې روانې دي، ځینې اوازې خپرې شوې چې ګواکې مسکو د ولسمشرۍ د یو ځانګړي نوماند پلوي ده، خو په وینا یې دا اوازې حقیقت نلري.

روسیې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ د هیڅ نوماند پلوي نه کوي او د افغانستان په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې هر ډول خبرونه ردوي.

په اعلامیه کې راغلي چې مسکو په دې باور ده چې یوازې افغانان کولی شي یو وړ کس د ولسمشر په توګه انتخاب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي چې روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر ملاتړ کاوه، خو دا چې نوموړی له ټاکنو تېر شو، نو روسیې له عبدالله عبدالله سره اړیکې نږدې کړې دي او د اشرف غني پر ضد یې ورڅخه ملاتړ پيل کړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.