رحماني: له سوریې ناڅاپي وتلو، افغانستان ته د امریکا په ژمنتیا شکونه پیدا کړي دي

تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې د اتلانتیک شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان له امریکا څخه تمه لري چې د یو اتلس کلن متحد په سترګه ورته وګوري او پایداره همکاري ورسره ولري.

اغلې رویا رحماني ویلي، له شمالي سوریې څخه د امریکا ناڅاپي وتلو د افغانستان په تړاو د امریکا پر ژمنتیا شکونه او پوښتنې راپورته کړي دي.

نوموړې، دا مهال افغانان په دې باور دي چې یوازې له نظامي لارو په افغانستان کې جګړه نشي ختمېدلای، نو د همدې لپاره یې په سوله کې د دیموکراسۍ د تحکیم په خاطر له ستونزو او ګواښونو سره سره په ټاکنو برخه واخیسته: (( د امریکا او نړیوالې ټولنې له دوه لسیزو حضور سره اوس افغان ځواکونه یوازې له داعش او طالبانو سره جنګېږي، موږ غواړو چې دا مو د بریا د کیسې په توګه ثبت شي.))

اغلې رحماني زیاته کړې، افغانستان د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ یوه برخه ده او کابل له دغه هېواد سره دوامداره همکاري غواړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.