راپور: افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک اروايي درملنې ته اړتیا لري

تاند

د ارواپوهنې نړیواله اداره وايي، دا مهال د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د ارواپوهنې په برخه کې خدماتو ته اړتیا لري.

د اروا پوهنې نړیوال سازمان په خپل وروستی راپور کې ویلي، افغانستان چې ۳۷ میلیونه نفوس لري، دا مهال یې ۷۰ سلنه خلک اړ دي چې رواني خدمتونه ورته برابر کړای شي.

دا اداره د څو کلونو جګړه، وژنې، ویجاړۍ، د ملیونونو افغانانو بې کوره کېدل د دوی د اروايي ستونزو د زیاتېدو اصلي لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۷کال کې ویلي و چې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې افغانان له رواني ستونزو کړېږي، چې په دې ډله کې ۷۳ سلنه یې مېرمنې او ۵۹ سلنه یې نارینه دي.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان هم سږ ۲۰۱۹ کال اعلان کړه چې له هرو پنځو هغو کسانو څخه چې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي، درې یې په شدیدو رواني ستونزو اخته دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.