ذکریا: پاکستان له افغانستان سره پیاوړې اړیکې غواړي

 

دآزادی راډیو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد یې تل په افغانستان کې د امن راوستو لپاره ژورې هلې ځلې کړي او زیاتوي چې د افغانستان د بدامنۍ او بې ثباتۍ له امله تر ټولو زیات پاکستان متأثره شوی دی.

د یاد وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ اسلام‎اباد کې په ‎خپلې اوونیزې خبري غونډې کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی او د دې هېواد امن او سوله یې په افغانستان کې په سولې او ثبات پورې تړلی.

ښاغلي ذکریا په داسې وخت کې بیا د افغانستان او پاکستان امن له یو بل سره تړلی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تر خونړیو ترهګریزو بریدونو وروسته افغان چارواکو پاکستان ته په اشارې وویل چې دا بریدونه د افغانستان له پولي بهر پلان شوي وو.

که څه هم د پاکستان سیاسي مشرانو د افغان حکومت تورونه بیا-بیا رد کړي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا یو ځل بیا ویلي چې پاکستان له افغانستان سره پیاوړي اړیکې غواړي او له همدې له امله یې د منفي بیانونو راتلو نه پس هم صبر او زغم ښودلای دی.

د ذکریا په خبره، پاکستان د افغان حکومت او وسله‎والو ډلو ترمنځ د خبرو اترو لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړی په دې اړه وايي:

“زه به دا ويل غواړم چې پاکستان د افغانستان سره تل ټینګې اړيکې غواړي او غوښتې یې دي او د دې ثبوت دا دی چې د افغانستان له‎خوا منفي بيانونه راتلو نه پس هم پاکستان صبر او زغم ښودلای. زموږ يقين دی چې افغانستان کې امن د پاکستان او سيمې په ګټه دی او حقيقيت خو دا دی چې افغانستان کې بې ثباتۍ له وجې د ټولو زيات پاکستان متأثره شوی. په دې لړ کې هېواد نه بهر د افغان دولت او وسله‎والو ډلو تر منځه د سولې د مذاکراتو مرسته کوو او طالبان د مذکراتو ميز ته راوستلو لپاره پاکستان هلې ځلې کوي.”

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د یاد هېواد پوځي چارواکو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې وروستۍ ترهګریزې پېښې غندلې وې او په دې هېواد کې یې په ترهګریزو پېښو کې د لاس نه لرلو ټینګار کړی و.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر څو ورځې مخکې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي، په افغانستان کې په هېڅ ډول ترهګریزو پېښو کې لاس نه لري او په خبره یې:

“چې پاکستان به خپله خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.”

که څه په دې وروستیو کې اسلام‎اباد او کابل ترمنځ پر یو بل د تورونو لګولو له امله د دواړو اړیکې یو څه خراب شوي دي، خو د سیاسي چارو څارونکي بیا د اسلام اباد او کابل ترمنځ ښې او پیاوړې اړیکې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره مهمې بولي.

راپور: ذبیح مومند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.