د ۷ کلونو ځنډ وروسته د مناګي برېښنا بندافتتاح کېږي

 

تاند (سه شنبه د قوس ۱۸) د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند د جوړولو ځنډېدلې چارې د ۷ کلونو په تېرېدو لا هم په خپل حال پاتې دي.

د کونړ خلک وايي، د یاد بند د جوړېدو په برخه کې د حکومت شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي، کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي او هغه کارونه یې چې تر سره شوي هغه هم بې کیفیته دي.

د وټه پور ولسوالۍ یو اوسیدونکی امان الله وايي: «ستونزه بېخې ډېره ده ویاله بې کفیته جوړه شوې ده ،ویاله په ډېرو ځایونو کې را پرېوتې ده دړې وړې پرته ده، نو داسې حالت کې به ویاله او بند څه کار وکړي. زموږ دکورونو پر سرونو دبرق لاینونه تېر شوي، خو برق په کې نشته.»

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پیچ درې پر سیند د مناګي برېښنا کوټ چې د دوه اعشاريه يو ميګا واټ برېښنا د توليد ظرفيت لري، په ۱۳۹۲ کال کې يې د جوړېدو چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې.

ټاکل شوې وه یاد بند په څلورو کلونو کې افتتاح او ۷۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي، خو د ۷ کلونو په پوره کېدو لا هم ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی.

ځايي چارواکو او د کونړ پخواني والي عبدالستار میرزکوال د وخت سره سم څو ځلې د یاد بند د ځنډېلو چارو د بیا پیلېدو خبر ورکړی و خو لا هم په ټپه ولاړې دي او خلک یې د ژر پيل غوښتنه کوي.

د کونړ چارواکي په بند او برښنا کوټ کې شته ستونزې مني خو وايي، شرکت اړ دی چې د قرارداد سره سم خپل کارونه ترسره کړي.

د کونړ اوسني والي محمد اقبال سعید سره له دې چې د مناګي د برېښنا بند چارو ځنډ مني، خو وایي چې شرکت باید له قرداد سره سم خپلې چارې په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.

ښاغلي سعید پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په پلازمېنه کابل کې یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د انرژۍ خدماتو د تنظیم ادارې له مسؤلینو سره لیدلي او د مناګي برېښنا بند او ځیني نورو پروژو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي او یو ځل بیا یې ژمنه کړې چې دغه بند به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته مهال د کونړ ولایتي شورا وايي چې کونړ کې د ابادۍ او بیارغونې د چارو ډېر قراردادونه په کابل کې د چارواکو په خوښه ترسره کېږي، نو ځکه د شرکتونو خاوندان ولایتي مسؤلینو ته له ځواب او حساب ورکولو سرغړونه کوي.

کونړیان له ولایتې ادارې غواړي چې د شرکت له خوا ترسره شوې بې کفیته او خراب کارونه تسلیم نه کړي.

کونړ ولایت چې د دوو لويو سيندونو درلودونکی دی، لسيزې وړاندې د لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په مرکز اسعد اباد کې هم يو برېښنا کوټ د ۷۰۰ کيلوواټه برېښنا د توليد په ظرفيت جوړ شوی و، خو اوس د هغه د توليد کچه هم ډېره راټيټه شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.