د ۲ امریکايي پوځیانو په وژلو محکوم شوی افغان پولیس خوشي شوی

 

تاند (سې شنبه، د جوزا۱۳) د بندیانو د خلاصون په لړ کې د افغانستان حکومت هغه پولیس سرتېری هم خوشي کړی چې په ۲۰۱۲ م کال یې دوه امریکايي پوځیان وژلي وو.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، دا پولیس عبدالصبور نومېږي او په ۲۰۱۲ کې یې هغه مهال پر امریکايي پوځیانو برید وکړ چې ادعا وشوه امریکايي پوځیانو په بګرام محبس کې د قرآنکریم بې حرمتي کړې ده.

د امریکا په پوځ پورې د اړوندې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې، عبدالصبور د دوو امریکايي پوځیانو له وژلو وروسته وتښتېد خو ۴ کاله وروسته په ۲۰۱۶ م کال په پروان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شو.

ده د محاکمې په لړ کې د دوو امریکايي پوځیانو پر وژلو اعتراف وکړ او ویې ویل چې له دې کاره پېښمان نه دی.

عبدالصبور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.

د عبدالصبور له لوري پر امریکایانو د حملې مسوولیت هم طالبانو او هم اسلامي حزب په غاړه اخیستی و.

د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ د اسلامي حزب د ۱۶۴ بندیانو په منځ کې عبدالصبور هم خوشي شو.

د اسلامي حزب دا بندیان د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله خوشي شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.