د ۱۰۰میګاواټه برښنا او د اوبو د بندونو قراردادونه لاسلیک شول

 
تاند- د کجکي برښناکوټ د دوهم فېز، د موسي کلا بند او همداراز د زمینداور کانال قراردادونه تېر ماښام /دوشنبه/ په ارګ کې لاسلیک شول.

د کجکي بند د دوهم فېز قرارداد د ولسمشر غني او اجرايي رييس په وړاندې د اوبو او انرژۍ د مرستیال وزیر محمد ګل خُلمي او د ۷۷ تعمیراتي کمپنۍ د ريیس سلیمان سیلیف ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې ده چې ۷۷ تعمیراتي شرکت پر دې پروژو ۱۷۵ ملیون ډالره ولګوي او ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د افغانستان برښناشرکت به په دغو بندونو کې تولید شوې برښنا د ۲۰ کلونو لپاره په بیه اخلي.

د زمین داور د اوبو کانال او د موسي کلا بند د جوړېدو قرارداد د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني د ۷۷ تعمیراتي شرکت له مشر سره لاسلیک کړ.

د دغه کانال د جوړېدو په نتیجه کې به نه یوازې دا چې ډېرې مځکې خړوبې شي، بلکې د سیلونو له مخنیوي او د برښنا له تولید سره به هم مرسته وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.