د یونیسېف له خوا کندهار ته د چینګچي امبولانسونو توزیع یو شرموونکی کار دی

 

 

تاند – افغان مدني فعالان وایي،‌ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسېف) له خوا د کندهار ولایت ولسوالیو ته د چینګچي یا زرنج امبولانسونو ورکړه یو ناوړه کار دی.

ویل کیږي چې یونیسېف غواړي ۱۸۹ چینګچي امبولانسونه د کندهار ۱۱ ولسوالیو ته ورکړي چې ابتدایي کار یې پیل شوی او یو شمېر یې توزیع شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وایي،‌ چې دغه ډول امبولانسونه چې خپله توله نشي ساتلی او په جمپونو کې ستونزې رامنځته کوي، نشي کولی چې یو ناروغ په منظم ډول تر روغتون پورې ورسوي.

یوفعال سمیع الله افغان لیکي، «نن دوهمه ورځ ده چی زرنج امبولانسونه د کندهار ښار ولسوالیو ته ورکړل سوي دی. همدا نن یو زرنج امبولانس د مریض د انتقال پر مهال د څړکه اوښتی دی. د مریض په حال یی خدای خبر دی چی په کوم حال کی به وی.‌ په ۲۱مه پیړی کی د زرنج په امبولانس کی د مریض انتقال، دا به هم تاریخ ولیکي،»

پشتون ځیرک هم د ښاغلي افغان په خوله دی او لیکي، «#کندهار. دا مشوره به چا ورکړی وي….

یویشتمه پیړی او د زرنج امبولانس. والله د انسانانو په تاله ډالر راغله او چور سول. زما د وطن پرمختګ د همدی ځایه در قیاس که. د مریض حالت به تر بد بدتره وی. زرنج خو روغ سړی د سړیتوبه باسی.
خاوری به وطن جوړ سی. که جوړ سو ږیره می را وخریاست»

جواد افغان د یونیسېف له خوا د توزیع شویو او توزیع کېدونکیو امبولانسونو په وړاندې کرکه ښیي او لیکي، «دا څه جهالت ده. زرنج کې روغ سړی مړ کیږی دوی تری امبولانس جوړ کړی.»

ایمل لودي په دې کار ګیله من برېښي او د خپل فیسبوک پر وال یې لیکلي، « په دي ولس به نوري څومره ملنډي و وهئ. زرنج امبولانس کندهار»

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال زاهد ځواک هم لیکي چې په زرنج کې د ناروغ انتقال ناوړه کار دی او په تېره بیا په خامو سرکونو. نوموړی لیکي، « دا دی لا بله!!
په زرنج موټرسایکل کی امبولانس!
په زرنج کی روغ ناروغه کیږي چی ناروغ به پکی څنګه کیږي او بیا چی سرک هم خامه وی!!!
د کندهار د ۱۷ ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د زرنج امبولانسونو د توزیع لړۍ پيل شوه.
ياد زرنج امبولانسونه چي شمېر یي ۱۸۹عرادو ته رسېږي، د يونسیف مرستندویه ادارې لخوا د کندهار د عامي روغتيا رياست سره مرسته شوي دي.
په دی زرنجي امبولانسونو تر شلو موټري او عصری امبولانسونه اخیستل کیدای شول چی د وګړو ټول ضروریات به یی پوره کولای شو.
والی صاحب به چې هم کوم نظر پکی لري او که سم به ورته ښکاری همممم.»

د فیسبوک یو فعال میرولي سرحد چې ځان د لوګر ولایت معرفي کوي د یونیسېف په دغه اقدام ریشخند وهي او لیکي، ‌ «چې زموږ ولایت لوګر تا یې را ونه لیږي ځکه چي زه لوګر ته د کراچیوو یا دلاس ګاډیو امبولانس په نظر کي لرم اقتصادي هم دي او د اکسیجن ضرورت هم نشته»
عادي امبولانس چې په نوره نړۍ کې ترې د ناروغانو د انتقال او چټکې روغتیايي مرستې رسولو لپاره کار اخیستل کیږي

په داسې حال کې چې د لوی کندهار پاڼه یوې بلې مسئلې ته اشاره کوي او یادوي چې دا امبولانسونه اصلا د بل ولایت لپاره په پام کې نیول شوي ول خو چې هغوی قبول نه کړل، بیا یې کندهار ته راوړل.

لوی کندهار پاڼه لیکي، «دا زرنج امبولانسونه يي ولى دې محلى بيده حکومت او بيده ولس ته ور کړل،
اصلى کيسه دلته ده. ‌د بامیانو رکښه امبلانس ولی کندهار ته منjقل شو؟ هره اداره ویده ولس لټوی
دغه امب,لانسونه چي بامیانو ته په نظر کی نیول سوی وه دبامیانو خلکو قبول نه کړل نو کندهار ته یی راوستل چي دکندهار خلک پری تیر باسی تو خدای دغه رکشه کی به ناروغ تر روغتونه روغ ورسیږی ؟؟؟ وا خلکو خپل حق لپاره ږغ وچت کړی د دی پر ځای دی کم شمیر امبلانسونه درکړی خو سم امبلانس دی درکړی چي دغه امبولانس کي ته یو زخمی بارکړه چی هرجمپ کې یې له زخمونو نیم لیتر وینه راوزی که نه راوځي. د مريض به په دې رکشه کى څه حال وى بيا زموږ او ستاسى د ولسواليو خامه سړکونه. يا خداى ته خو دا بيده ملت او اداره راويښه کړې»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.