د یوناما ځانګړې استازې له افغان لوریو او نړيوالو همکارانو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلې

 

 

تاند (سه شنبه د حوت ۱۹) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا نوناما ځانګړې استازې دیبرا لاینز دوحې ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې دوحې ته د مېرمن لاینز د سفر جزیات ورکړي او په کې زیاته شوې چې هغه نن دوحې ته رسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړې به د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لوریو او نړيوالو همکارانو سره وويني او د افغان سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو به ورسره خبرې اترې وکړي.

سرچینه زیاتوي، « دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز نن دوحې ته ورسيده چې له افغان ډلو او نړيوالو همکارانو سره وويني او دافغانستان د سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو بحثونه وکړي او همدارنګه پر دې خبرې وکړي چې ملګري ملتونه په څه ډول ددغو هڅو ښه ملاتړ کولی شي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر استازې په داسې مهال قطر ته ځي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په لیک کې، د افغان سولې په خبرو کې د ملګرو ملتونو د ونډې په زیاتېدو ټینګار کړی دی.

د راپورو له مخې داسې ویل کېږي چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره داسې په داسې یوه طرحه کار کړی چې له مخې به یې واک یو موقت مشر ته سپارل کېږي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې ملګري ملتونو به هم د امریکا له دې نوې طرحې ملاتړ وکړي او کنه نه؟

خو پرون دوشنبه په پلازمېنه کابل کې ګڼ شمېر افغان لوړپوړو چارواکو د یوې ناستې پر مهال د امریکا د هغه لیک چې ویل کېږي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته هم رسېدلی مخالفت وښود.

اخوا بیا د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د موقت حکومت د جوړېدا دا نوی پلان طالبانو ته سپارلی او له پاکستان سره یې پرې خبرې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.