د کورنیو چارو وزیر: پاکستان د افغان سولې لپاره له امریکا سره ګډ کار کول غواړي

 

دآزادی راډیو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې لپاره له امریکا سره ګډ کار کول غواړي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې د دې هېواد د جمهوري غوښتونکي ګوند له یوه سناتور لېنډسي ګراهام سره د لیدنې پر مهال کړي.

سناتور لېنډسي ګراهام د امریکا د سنا یا مشرانو جرګې د څلورو مهمو کمېټو غړی دی.
په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د دغو دواړو چارواکو د لیدنې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له امریکايي سناتور سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

بیان کاږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او امریکايي سناتور په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا او پاکستان خپلمنځي اړیکې ضروري بللې دي.
احسن اقبال له امریکايي چارواکي سره په لیدنه کې همدا شان ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره له امریکا سره ګډ کار کول غواړي او په خبره‌یې چې په افغانستان کې پرله‌پسې بې‌ثباتۍ د پاکستان امنیتي او اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د امریکا په سفر دی چې په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او واشنګټن اړیکې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو څرګندونو له امله کړکېچنې شوي چې پاکستان‌یې په دوه مخۍ او ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی و.

امریکا او افغان حکومت تور لګوي چې په پاکستان کې لا هم د هغو وسله‌والو خوندي مرکزونه او پټنځایونه شته چې په افغانستان کې امریکايي او افغان ځاکونه په نښه کوي او له پاکستاني حکومته غواړي چې د دغو ډلو پر ضد اقدامات وکړي.

خو پاکستان بیا د امریکا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره‌یې د ترهګرو پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ټولو وسله‌والو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر په پاکستان کې د وسله‌والو د خوندي مرکزونو د شتون له امله پر دغه هېواد پوځي مرستې هم بندې کړې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.