د کورنیو چارو وزارت سرپرست: ۵ ورځې وروسته نسبي اوربند پیلیږي

 

تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي تایید کړه چې تر راتلونکو ۵ ورځو به د فبرورۍ په ۲۲مه د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي ټاکل شوې تر راتلونکو ۵ ورځو د تاوتریخوالي د کمولو مرحله چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي، پیل شي او تر اووه ورځو به دوام وکړي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړې که طالبان په دغو اووه ورځو کې په تاوتریخوالي لاس پورې کړي ځواب به ورکول شي.

د حکومت یوه بله سرچینه هم تاند ته وایي، چې د تاوتریخوالي کمولو موده کې به افغان ځواکونه پر طالبانو برید ونه کړي، خو که طالبانو برید وکړ، ځواب به یې ورکول کېږي.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغان دولت د تاوتریخوالي په برخه کې د پام وړ کموالی منلی دی چې له اوربند سره یې فرق ونه شي.

صدیقي ویلي، افغان حکومت به له یوي واضحې تګلارې سره او له داسې پلاوي سره د سولې مذاکراتو ته ولاړ شي چې د خلکو لخوا تصویب شوی وي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.