د کورنیو چارو وزارت: د کرام الدین کریم د نیولو په اړه جدي اقدامات کوو

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم نیولو ته جدي اقدامات کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم د نیولو په برخه کې به د عدلي او قضايي ارګانونو له حکم سره سم جدي اقدامات وکړي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ښاغلي کریم د ځای موندلو او نیولو لپاره د پولیسو هڅې روانې دي.

ده وویل:

“د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا چې د هېواد د نافذه قوانینو سره سم هر حکم د کورنیو چارو وزارت په ادرس صادر شي، پولیس یې د اجراتو په اړه جدي او قانوني اقدام کوي او موږ به هم په دې اړه جدي او قانوني اجرات ولرو.”

دا په داسې حال کې ده چې لویه څارنوالي وايي، د ګمارل شوي پلاوي له خوا شااوخوا شل ورځې مخکې د ښځینه ورزشکارانو د جنسي ځورونې د ادعا له امله د ښاغلي کریم د نیولو حکم کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوی و.

د فوتبال نړیوال فدراسیون فیفا په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال له ملي او نړیوالو فعالیتونو منعه کړی دی.

د فیفا د اخلاقي کمېټي قضايي څانګې د شنبې په ورځ د جون په اتمه ښاغلی کریم له وظیفوي صلاحیتونو په ناوړه ګټې اخیستنې او د څو ښځینه ورزشکارانو په جنسي ځورونو ګرم وګاڼه او نوموړی یې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو د جریمې په ورکړه مکلف کړ.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډیو ته وویل، د دوی پلاوي د یادې قضیې په اړه په اروپايي هېوادونو کې خپلې څېړنې بشپړې کړي او هېواد ته ستون شوی دی.

ده وویل، دغه پلاوی اتنظار باسي چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس ونیول شي چې څېړنې ترې بشپړې شي.
دی زیاتوي:

“له هغې وروسته چې د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رئیس د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا ونیول شي او حاضر کړای شي، ګمارل شوی پلاوی به هغه مهال خپل وروستی تصمیم ونیسي.”

ښاغلي رسولي وویل، مخکې له دې هم ګمارل شوي پلاوي څو ځلې د ښاغلي کریم د جلب حکم صادر کړی و، خو د ده په خبره، ښاغلی کریم تحقیق ته حاضر نه شو.

د بریتانوۍ ګارډین ورځپانې د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر په میاشت کې یې خپور کړ او د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رئیس یې د فوټبال د ښځینه ورزشکارانو په جنسي ځورونې تورن کړ، فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ یې په اړه څېړنې پیل کړې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.