د کورنیو چارو وزارت د کابل په ګرین وېلېج کمپ کې د موټر بمب حمله څېړي

دآزادی راډیو

د کابل پر ګرین وېلېج کمپ د بېګانۍ موټر بمب حملې وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، دا چې په چاودېدونکو موادو بار موټر له کومه ځایه او د کوم مسؤل په بې‌غورۍ سره ځان هدف ته ورسوو، په‌دې اړه جدي څېړنې کېږي.
د کابل د پرونۍ چاودنې د ټپیانو یو انځور
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او له ۹۰ ډېر ټپیان دي
نوموړي زیاته کړه:

“له شک پرته دا موضوع په جدیت سره څېړل کېږي، په‌دې اړه تحقیقات کېږي چې دا موټر له کوم خوا راغلی، ضعف، بې‌پروايي او کم کاري چېرې وه؟ هر چا چې په‌دې برخه کې بې‌غوري کړې وي ورسره به قانوني چلند وشي.”

تېر ماښام اووه بجې د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ګرین وېلېج کمپ مخې ته یوه موټر بم چاودنه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې څلور تنه په‌کې ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۳ تنه نور په‌کې ټپیان شول.

ویل کېږي چې په‌دغه کمپ کې غیر دولتي بهرني کارکوونکي اوسېدل.

ښاغلی رحیمي په‌دې اړه چې ایا په‌دغه چاودنه کې بهرنیانو ته هم څه تاوان رسېدلی که نه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې په سیمه کې استوګنو خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه پېښې مسؤلیت اخیستی او ویلي یې دي په‌دغه حمله کې دوی په لسګونه افغان او بهرني ځواکونه وژلي دي.

کابل ښاریان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې هر چا فکر کاوه دا د دوی په سیمه کې شوې ده.

دوی وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې تر څنګ چې له قانونه د سرغړوونکو په وړاندې اقدامات کوي باید د انتحاري حملو او چاودنو د مخنیوي لپاره هم جدي اقدامات وکړي.
په کابل کې پر ګرين وېلېج کمپ موټر بم حمله کې ۴ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه ټپیان دي
په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد وايي، حکومت باید د ورته پېښو د مخنیوي لپاره کشفي او استخباراتي ارګانونه پیاوړي کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

“د دغو پېښو نه د مخنیوي یوازنۍ لار د کشفي او استخباراتي ارګانونو پیاوړي کول دي چې باید له کمي او کیفي نظره پیاوړي شي، تر کومه چې تاسې د دښمن په منځ کې نه‌وئ او قوي اطلاعات ونه‌لرئ او دا شان حملې په نطفه کې شنډې نه‌کړئ تاسې نه‌شئ کولای چې په لویو ښارونو کې په چاودېدونکو موادو بار د موټرو او انتحاري حملو مخه ونیسئ.”

نوموړي د تلاشۍ پوستو او د واټونو پر سر د پولیسو فزیکي حضور ته په پام سره وویل چې دا اقدامات به د ښار د نظم او قانون ماتوونکو د نیونې په برخه کې ګټور تمام شي، خو د انتحاري حملو او چاودنو د مخنیوي لپاره باید حکومت د دغو حملو د عاملینو ترمنځ نفوذ وکړي.

راپور: اجمل تورمان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.