د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم شول
تاند- په کابل کې یوې محکمې د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني مرستیالان له خپلو دندو د ناوړه استفادې په جرم په بند محکوم کړل.
له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د کورنیو چارو وزارت پخوانیو معینانو مرتضي رحیمي او واسع رووفي ته نن /دوشنبه/ په علني محاکمه کې سزا اعلان شوه.
د دې مرکز په وینا مرتضي رحیمي په ۳ کاله او واسع رووفي په یو نیم کال بند محکوم شول.
محکمې ۴ تنه نور هم محکوم کړل.
د دغو څلورو تنو په منځ کې یو د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ريیس نوید الله بخشي او د دغه وزارت ۳ نور کارکوونکي دي.
بخشي ته ۳ کاله او د کورنیو چارو وزارت هر کارکوونکي ته ۱۸ میاشتې بند ټاکل شوی دی.
دوی د کورنیو چارو وزارت د تېلو په قراردادونو کې درغلي کړې وه.
محکومان د استنیناف حق لري.
نظرات بسته شده است.