د کندهار د پېښې شاهدان څه وايي او په دې تړاو نیونې

 
تاند- په کندهار کې د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، هغه کس، چې پر جنرال عبدالرازق، والي زلمي ویسا او د ملي امنیت پر رييس عبدالمتین حسین خېل یې حمله وکړه، یوازې دوې ورځې وړاندې د والي د ساتونکو په ځانګړې ډله کې ګومارل شوی و.

دوی وايي، دا سړی، چې ګلبدین نومېده، یوازې دوې میاشتې پخوا د ملي پولیسو په لیکه کې شامل شوی و.

جنرال رازق ته نژدې کسان وايي، دغه ساتونکي په دې پلمه چې چارواکو ته د انارو تحفه ورکوي، د مهمو شخصیتونو زون یا ساحې ته ځان رسولی و.

ډاکتران وايي چې پر جنرال عبدالرازق ۴ مرمۍ لګېدلې دي.

د کندهار پولیسو او د ملي امنیت ریاست لږترلږه ۳ تنه د دې پېښې په تړاو نیولي دي.

خبریالان وايي چې دوی تېره شپه پرې نښودل شول چې کورونو ته لاړ شي او ټوله شپه او نن /جمعه/ سهار ورڅخه تحقیقات وشول.

د پېښې ځینې شاهدان وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان له غونډې وروسته هیلي کوپتر ته رسېدلی و چې حمله کوونکي پر افغان چارواکو ډزې پیل کړې. دوی وايي چې دا ورته څرګنده نه شوه چې د ډزو په مهال جنرال سکاټ میلر الوتکې ته ختلی و او که د ختلو په حال کې و.

له بلې خوا د کندهار د پنجشنبې د تروریستي حملې په تړاو ۳ تنه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ تایید کړه چې دا درې تنه د قضیې په تړاو نیول شوي او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه روانې دي.

د نیول شویو کسانو د هویت او دندې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د جنرال عبدالرازق او جنرال عبدالمتین حسین خېل پر وژل کېدو د کندهار خلک سخت خوابدي دي. ډېر کندهاریان بېره لري چې هغه ارامه فضا او ډاډمن امنیت چې جنرال عبدالرازق په تېرو ۷ کلونو کې کندهار ته راوړی و، ممکن له لاسه ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.