د کانگرس غړی: پاکستان امریکا تیرباسي، ترهګر پالي

 

 

دامریکا غږ

پاکستان د ترهګرۍ له اړخه له کلکو او مخ په زیاتیدونکو نیوکو سره مخ دی، خو اسلام اباد ټینګار کوي چې ترهګر نه پالي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس یو جمهوري غوښتونکي غړي، تیودور پو، وایي د ترهگرۍ ټولې لارې له پاکستان تیریږي. ښاغلي پو په یوه بیان کې ویلي چې د حقاني، طالبانو او لشکر طیبه په څیر ډلې چې د سیمې امنیت ګواښوي په پاکستان کې میشتې دي او پاکستاني کړی ورسره مالي، استخباراتي او تجهیزاتي مرستې کوي.

تیودور پو، ددغو ټکو د بیان په ترڅ کې ویلي دي چې د پاکستان پوځ د نړۍ په گوټ گوټ کې د ترهگرو ډلو همکار دی.

ښاغلی پو وايي په پاکستان او افغانستان کې د ترهگرو د فعالیت په هکله د امریکا استخبارات ناسم وو. هغه وایي د القاعده تر څنگ بله ترهگره ډله د حقاني ډله ده چې د زیات شمیر امریکایانو د وژنې مسؤلیت یې په غاړه دی.

افغان چارواکو تل پاکستان په دې تورن کړی چې د ښو او بدو ترهگرو ترمنځ توپیر کوي.

ښاغلي پو هم دې مسلې ته اشاره کوي او وایي چې پاکستاني پوځیان په قبائیلي سیمو کې یواځې هغه ترهگر ځپي چې د پاکستان پر ضد عمل کوي، خو افغان طالبانو ته پناه ورکوي چې د پاکستان له خاورې نه په افغانستان کې عملیات.

ښاغلی پو وایي پاکستان د ترهگرۍ پر ضد مبارزې لپاره له امریکا نه پراخې مرستې ترلاسه کوي او په عوض کې امریکایانو ته درواغ وایي.

تیودور پو د امریکاد کانگرس له رئیس نه وغوښتل چې پاکستان ته د امریکا پولي مرستې ودرول شي او د هغه په وینا “هاغسې چې د پاکستان ماهیت دی باید د تروریزم د ملاتړي هیواد په توگه وپیژندل شي” او نور د امریکا د متحد په توگه ونه پیژندل شي.

د امریکا د کانگرس دغه غړی وایي پوره شواهد شته چې پاکستان نه یواځې د ترهگرو ډلو نه ملاتړ کړی بلکه دې هیواد د شمالي په اتیاومه لسیزه کې کوریا، ایران او لیبیا په څیر هیوادونو سره د اتومي وسلو په جوړولو کې مرسته کړې ده. د هغه په وینا ایران نن په نړۍ کې د تروریزم لومړۍ درجه ملاتړی هیواد دی چې خپل یو شمیر اټومي قابلیتونه یې له پاکستان ترلاسه کړي. د نړۍ بل اړخ ته شمالي کوریا اتومي تاقت شوی چې ددې ټولو ریښې بیرته پاکستان ته رسیږي.

پاکستان تل د ترهگرۍ څخه د ملاتړ او ترهگرو ته په خپل هیواد کې د پناه ورکولو تورونه رد کړي دي. پاکستاني چارواکي وايي دغه هیواد پخپله د ترهګرۍ قرباني دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.