د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د ټاپي پروژې کارونه په منظمه توګه پر مخ ځي
دآزادی راډیو
په داسې حال کې چې ترکمنستان غوښتنه کړې چې د افغانستان په خاوره کې دې د ټاپي پروژې چارې له ټاکلو پروګرامونو سره سمې پر مخ لاړې شي، د افغانستان د کانونو وزارت او د هرات ولایت چارواکي ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې چارې پیل شوي او په منظمه توګه پر مخ ځي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د دغې پروژې پروګرامونه په منظمه توګه د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړی زیاتوي:
“دغه پروژه د تګلارې پر بنیاد پر مخ روانه ده او هېڅ ستونزه پهکې نهشته. یوه تخنیکي برخه ده لکه نقشه، د ځمکو مسئله او داسې نور دغه ټول موارد په پام کې دي او ټول به د تګلارې پر بنیاد عملي کېږي.”
ښاغلي مطفي وویل، دا د څلورو حکومتونو ترمنځ یوه مهمه ګډه اقتصادي پروژه ده او د چارو په څارلو کې يې څلور واړه هېوادونه ونډه لري.
تازه د ترکمنستان چارواکو هيله ښودلې چې د ټاپي پروژې چارې له ټاکلي پروګرام سره سمې باید د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان لهخوا، له شویو ژمنو سره سمې پلې شي.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د هېواد د امنیتي ارګانونو په ګډون، څو نور وزارتونه ګمارل شوي چې پهدې برخه کې هڅې تېزې کړي.
EMBED SHARE
د ټاپي پروژې ته لنډه کتنه
EMBED SHARE
The code has been copied to your clipboard.
<iframe src=”https://pa.azadiradio.com/embed/player/0/29058336.html?type=video” frameborder=”0″ scrolling=”no” width=”640″ height=”360″ allowfullscreen></iframe>
width
640
px height
360
px
The URL has been copied to your clipboard
https://pa.azadiradio.com/a/29058336.html
No media source currently available
0:00 0:00:56
0:00
ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته لېږدوي.
د دې پروژې نللیکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې څه کم ۲۰۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو مترهیې د افغانستان د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.
په افغانستان کې یاده پروژه د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۳مه د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او د هند د ولسمشر د مرستیال لهخوا د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې پرانیستل شوه.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ټاپي پروژې د چارو د څار لپاره د ترکمنستاني متخصصینو یو ځانګړی دفتر فعال شوی چې پهدې برخه کې د پرمختګونو راپور په منظمه توګه، په پروژه کې شاملو هېوادونو ته ورکوي.
ښاغلي جیلاني په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
“ځیني کارونه دي چې په سترګو نهلیدل کېږي، لکه د ځمکې سروې، لیزري هوايي سروې، د خاورې پېژندنه او ماین پاکي، دا ټول د اجرا په حال کې دي. د دغې مرحلې له پای ته رسېدو سره سم به د کېندلو چارې پیل شي.”
د چارو پوهان ټینګار کوي چې افغانستان باید پر ځان د سیمهییز او نړیوال اعتبار د زیاتولو په خاطر هڅه وکړي چې دغه پروژه په بریالیتوب سره پلي کړي.
د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسم
د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسم
له دې ډلې تاج محمد تلاش ازادي راډیو ته وویل:
“زه هیلهمند یم چې لومړی امنیت ته پلان ولرو او کوم اقتصادي باور چې د ملي یووالي حکومت تر لاسه کړی هغه له لاسه ورنهکړي. پهدې صورت کې کولای شو چې ترانزیټي حق هم ترلاسه کړو او پلي یې کړو.”
ټاپي پروژه پاکستان او هندوستان ته په کال کې د ۳۳ میلیارده مکعبو ګازو د لېږد ظرفیت لري او افغانستان به ترې په هر کال کې شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حقوق ترلاسه کړي.
د افغانستان ولسمشر ویلي، غواړي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په یو مهم واټ بدل کړي.
کارپوهان وايي، که افغانستان ټاپي پروژه په بریالیتوب پلې کړي، پرته له شکه به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي اړيکې پراخې او په لږه موده کې به له دې لارې خپل ډېری اقتصادي ستونزې هم کمې کړي.
راپور: خان محمد سیند
اړوند مطالب
د هلمند مدني فعالان: د ټاپي ملاتړ کوو او په تشکیل کې یې ونډه غواړو
د هلمند مدني فعالان: د ټاپي ملاتړ کوو او په تشکیل کې یې ونډه غواړو
د ټاپي پروژې په خوشحالۍ د هلمند د نهر سراج د اوسېدونکو جشن
د ټاپي پروژې په خوشحالۍ د هلمند د نهر سراج د اوسېدونکو جشن
د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوي
د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوي
د کندز ولایتي شورا: د کندز ولسونه د ټاپي له پروژې د سر په بیه ملاتړ کوي
د کندز ولایتي شورا: د کندز ولسونه د ټاپي له پروژې د سر په بیه ملاتړ کوي
«اسلامي مصلحت شورا» د ټاپي عملي کېدل د سولې په تأمین کې مهم بولي
«اسلامي مصلحت شورا» د ټاپي عملي کېدل د سولې په تأمین کې مهم بولي
افغانستان د ۱۳۹۶ کال له اقتصادي ازموینې څنګه تېر شو؟
افغانستان د ۱۳۹۶ کال له اقتصادي ازموینې څنګه تېر شو؟
د پاکستان صدراعظم له افغانستان سره د ډېرو ښو اړیکو هیله کړې
د پاکستان صدراعظم له افغانستان سره د ډېرو ښو اړیکو هیله کړې
مشرانو جرګه: کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د دواړو هېوادونو په ګټه دی
مشرانو جرګه: کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د دواړو هېوادونو په ګټه دی
په زړه پورې منځپانګه
ډېر لوستل شوي مطالب
۱
په یوه پاکستانۍ لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبېدو په اړه د کرکټ بورډ غبرګون!
۲
د هلمند د پرلت ځوانانو د سولې غږ ته د طالبانو ځواب!
۳
د مشرانو جرګې مشر د حکمتیار د وینا پر کومې برخې سخت غبرګون ښودلی؟
۴
د افغانستان او هند ترمنځ په کرکټ سیالۍ کې د ویراټ کوهلي پر نه ګډون تبصرې
۵
حاجي اسلم ولې خپله لور ننګيالي ته ورنهکړه؟
۶
سېلاب قول اردو: افغان پوځ د پاکستان هوايي حملې ته په سقیله وسلې ځواب ورکړی
۷
ریچارډسن: افغان لوبډله له یوه نا ښه پیله بېرته غښتلې شوه
۸
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هوایي برید اخر څوک ووژل؟
۹
د کونړ اوسېدونکي: پاکستانۍ جېټ الوتکو پر دانګام بمبار کړی
۱۰
عبدالهادي ارغندیوال وايي له حزباسلامي ګوند یې څوک نهشي ایستلی
نظرات بسته شده است.