د کاندیدانو پر لیست نیوکې دوام لري- ارګ: د کمیسیونو پرېکړو ته درناوی کوو

 
تاند- په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانانو د ولسي جرګې د کاندیدانو له لیست څخه د ضیاالحق امرخېل پر ایستل کېدو سخت انتقادونه کړي، ارګ وايي، انتخاباتي کمیسیونونه خپلواک دي او پرېکړو ته یې درناوی کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ډېر شمېر کاندیدانو نومونه له ابتدايي لیسته ایستلي وو خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر دې لیست له غوره وروسته پرېکړه وکړه چې یوازې د ۳۵ کاندیدانو نومونه حذف کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له دې پرېکړې سره موافق نه دی او ټاکل شوې ده چې نن دواړه کمیسیونونه په خپل منځ کې پر دې موضوع خبرې وکړي.

 

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د کاندیدانو په اړه ۱۳۴ شکایتونه ورته رسېدلي و چې د دغو شکایتونو او د کاندیدانو د استدلال له اورېدو وروسته یې د ۱۰۲ تنو کاندیداتوري تایید کړه او ۳۵ نور یې له لیسته وایستل.

ویل شوي چې ځینو کاندیدانو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د ځان د سپیناوي لپاره مراجعه ونه کړه.

همداراز ویل شوي چې د ځینو کاندیدانو پر خلاف زیات شکایتونه شوي او پر ضد یې اسناد برابر شوي خو د ځینو نورو پر ضد، چې د کاندیداتورۍ مستحق نه دي، چا شکایت نه و کړی.
د تاند له فیسبوکپاڼې څخه

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لوري د نهايي لیست له اعلانېدو وروسته ارګ پر خپل وخت د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه په دې ډول ده:

د ملي وحدت حکومت تل رڼو، عادلانه او په موقع ټاکنو ترسره کولو ته ژمن ؤ او دی، د ټاکنیزو کمیسیونونو استقلالیت او واکونه په قانون کې څرګند او واضح دي. حکومت د هېواد نافذه قوانینو سره سم د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون استقلالیت ته بشپړ درناوی درلود او لري یې.

د اعلان شوي تقویم سره سم د ټاکنو ترسره کېدل د ملت او دولت غوښتنه ده چې د ملي وحدت حکومت له تعهد، د افغانستان له اساسي قانون او د هېواد له نورو نافذه قوانینو څخه سرچینه اخلي. نو په خپل وخت د ټاکنو په کېدو کې هیڅ ډول تردید ځای نه لري.

د دغې ملي پروسې او ازموینې بریا د ټولو اقشارو او ګرانو وطنوالو له خوا د هېواد د نافذه قوانینو له رعایت او د خلکو له همکارۍ پورې تړلې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.