د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو د ۱۴ راکټونو لګېدو ۱۰ تنه ټپیان کړل

دآزادی راډیو

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځې په سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په درناوي د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

خو د دې مراسمو له پای لږ وروسته، د کابل په پنځو حوزو ۱۴ راکټونه ولګېدل.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا راکټونه په لومړۍ، دوهمې، نهمې، ۱۰مې او ۱۶مې ناحیه کې پر ملکي ځایونو لګېدلي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، راکټونه له دوو موټرو توغول شوي او په‌کې د ۴ ماشومانو او ۱ ښځې په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

طارق ارین

ښاغلی ارین وايي: “نن د خلکو په مېشت ځایونو د ترهګرو له‌خوا د ۱۴ راتوغول شویو راکټونو له کبله ۱۰ ملکیان ټپیان شوي. دا یو ترهګریز عمل و. موږ له دې پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیولي، پوښتنې مو ترې پیل کړي، څو ورسره مل نور کسان هم ونیول شي.”

د افغانستان حکومت دا پېښه غندلې.

د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په ورځ داسې مهال کابل په نښه کېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل ته هیله‌مندي ښيي.
دې شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: “د خپلواکۍ بېرته ګټلو ورځ په داسې حال کې راځي چې د ۴۲ کاله جنګ او جګړو وروسته، په هېواد کې سولې ته نږدې شوي یوو. په نږدې راتلونکي کې به په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د تاریخي لومړۍ غونډې شاهدان واوسو، تمه ده چې له دې فرصت څخه به ښه استفاده وکړو.”

د یو شمېر هېوادونو سربېره، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر هم افغانانو ته د ازادۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې او تر خوا یې د تاوتریخوالي په کمېدو او له افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
ښاغلی مېلر وايي: “د غوڅ ملاتړ مأموریت او ناټو په استازولۍ افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايم. دا د افغان ځواکونو د ملاتړ او اصلاحاتو او همدا ډول د افغانانو لپاره ښه ورځ ده. ښه وخت دى چې ټول اړخونه د پام وړ تاوتریخوالى کم کړي او نظامي اړخونه د سولې لپاره سياسي هلې ځلې وکړي.”

طالبانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې خلکو ته د خپلواکۍ د بېرته ګټلو مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، د خپلواکۍ لپاره دې هېواد کې داخلي اړخونه د ولس غوښتنې په نظر کې ونیسي او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان خپلواکۍ او موخو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې د سولې روان بهیر له بل هر وخت ډېر مخکې تللی او ان په لنډ راتلونکي کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

خو یو شمېر بیا د نن په څېر راکټي بریدونو ته په اشارې وايي، هغه سوله چې افغانان په‌کې تل‌پاتې ثبات ته ورسېږي، لا یې تر مخې ډېر واټن پروت دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.