د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنه شوې

دآزادی راډیو

د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه چادونې ۸ کسان وژلي او ۳۳ نور یې ټپيان کړي دي.

که څه هم امنیتي چارواکي د چادونې په اړه کره معلومات نه ورکوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې.

دغه وزارت ویاند وحید مایار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پېښې له ځایه ۸ جسدونه او ۳۳ ټپيان د کابل روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

ښاغلي مایار ازادي راډيو ته وویل چې د ځینو ټپیان حالت نازک دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې نن د جمعې په ورځ د کابل په پوهنتون کې د حقوقي ستاژ د ازموینې ورځ وه.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې وژل شوي او ټپيان د حقوقي ستاژ محصلین دي او که عام خلک.

ده وویل: په کابل پوهنتون کې د حقوقي ستاژ ازموینه وه، په کال کې یو ځل دغه ازموینه اخیستل کېږي، دغه چاودنه د پوهنتون په جنوبي دروازه کې شوې ده.

دا په دې وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې کابل پوهنتون ته څېرمه داسې پېښه کېږي.

د کابل امنیتي چارواکي د پېښې تلفات کم ښيي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې په ډېر احتمال چې د حملې هدف د کابل پوهنتون نه و.

ده وویل: په زیات احتمال د حملې هدف دا ځای نه و، دغه موضوع زمو تر تعقیب لاندې وه، خو دلته یې چادونه کړې، څېړنې روانې دي، وروسته به معلومه شي چې هدف څه و.

ښاغلی فرامرز وايي چې په وژل شویو کسانو کې یو د ټرافیکو پولیس او نور عام خلک شامل دي.

تر دې دمه د دې چادونې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

خو له دې وړاندې وسله والو طالبانو څو ځله په قاضیانو او څارنوالانو بېلابېلې حملې کړې چې مرګ ژوبلې یې هم اړولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د کندهار په امنیې قوماندانۍ په موټربم چاودنه او وروسته د وسله والو په حمله کې ۱۲ کسان ووژل شول او شااوخوا ۹۰ نور ټپیان شول.

د نوموړې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د چاودنې له امله دوو موټرو اور اخیستی او پولیسو دوهم بم چې د چاودنې سیمې ته نږدې ځای پر ځای شوی و، شنډ کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د چادونې له ځایه ۸ جسدونه او ۳۳ ټپیان د کابل روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډيو ته وویل، چې د یوشمېر ټپيانو حالت نازک دی.

دغه چادونه د کابل پوهنتون جنوبي دروازه کې په داسې ورځ شوې چې ټاکل شوې وه، نن کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموینې واخيستل شي.

تر دې دمه د دې چادونې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تازه په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د نن سهار په چاودنه کې تر اوسه ۸ مړي او ۳۳ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ښاغلی مایار زیاتوي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

دغه پېښه نن د جمعې د ورځې په سهار شااوخوا اووه نیمې بجې وشوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل پوهنتون دروازې ته څېره د چادونې له ځایه ۶ جسدونه او ۲۷ ټپیان د کابل روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډيوته وویل چې د یو شمېر ټپيانو حالت نازک دی.

ده وویل: په دغه پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي، د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

تراوسه هم امنیتي چارواکو د پېښې د نوعیت او د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه چادونه د کابل پوهنتون جنوبي دروازې کې شوې او ټاکل شوې وه چې نن کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموینې واخيستل شي.

تر دې دمه د دې چادونې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.