د کابل په پرونیو حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد

 

دآزادی رآډیو

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، له دې وروسته به د قوانینو په جوړولو او تصویب کې مدني ټولنو ته لازمه ونډه ورکړل شي.

که څه هم یو شمېر حکومتي چارواکو په کراتو د مسایلو په اړه د مسولانه څرګندونو غوښتنه کړې، خو د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د انتقاد نه منل په خپل ځای کې استبداد دی.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۰» د پرانیستې حکومتوالۍ د اوونۍ په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د قوانینو د ښه تطبیق لپاره د قوانینو په جوړولو کې د خلکو ونډه مهمه ده.
نوموړي زیاته کړه:

“حکومت په یوې پرانیستې ټولنه کې نه یوازې دا چې له خلکو هېڅ راز نه پټوي بلکې په ټولو سیاستونو، قانون جوړنې او د پالیسۍ په جوړولو کې خلک شریکوي او له خلکو سره په مشورۍ پرېکړې کوي.”

ښاغلي دانش پرانیستې حکومتوالۍ ته په اشارې سره وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې حکومتوالۍ له تړلې یا بسته حالته راوځي.

د خلکو پر وړاندې د حکومت مسولانه چلند او په ټولو چارو کې خلکو ته د لازمې ونډې ورکړه د پرانیستې حکومتوالۍ مهم اصل دی.

افغانستان د ۱۳۹۵کال په ورستیو کې د پرانیستې حکومتوالۍ د مشارکت سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان په ګډون ۶۸ هېوادونه د پرانیستې حکومتوالۍ د مشارکت سازمان غړیتوب لري او دغه سازمان په دولتونو کې د خلکو د ونډې او د دولتونو د مسؤلیت پذیرۍ په برخه کې کار کوي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یو شمېر استازو چې د پرانیستې حکومتوالۍ د اوونۍ په مناسبت یې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل مدني ټولنې د قوانیونو په لا غنامندۍ کې مهم رول لوبولی شي.

د مدني ټولنو په استازیتوب اصف صافي یادې غونډې ته وویل چې ملي شورا هم باید د قوانیونو په جوړلو کې له دوی سره لازمې مشورې وکړي.

نوموړي زیات کړه:

“زه د مدني ټولنو په استازیتوب د ملي شورا دواړو مجلسونو ته وړاندیز کوم چې د قوانیونو په تصویب کې د مدني ټولنو له استازو سره لازمې مشورې وکړي، زه یقین لرم که زموږ دغه وړاندیز ومنل شي نو د قانون د لا غنامندۍ په برخه کې ګټور تمام شي.”

د ښاغلي صافي په خبره قوانین به هغه مهال د ټولنې لپاره ګټور تمام شي چې له جوړېدو او تصویبېدو وړاندې پرې ښه غور وشي او له رامنځته کېدو وروسته په جدي توګه عملي شي او هېڅ څوک ترې مستنا نه وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.