د کابل په پرونیو حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد

 
تاند- په کابل کې د طالبانو او داعش د وسله والو ډلو د پرونیو حملو د تلفاتو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، په دواړو حملو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.

په وروستیو کې کابل ښار د پر له پسې خونړیو حملو شاهد دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې د کابل په خوشالخان مېنه کې د ډزو اوازونه واورېدل شول.

تراوسه د پېښې جزییات څرګند نه دي.

د پرون ورځې په لومړۍ حمله کې، چې په دشت برچي کې وشوه، د داعش ۴ ترهګر د پولیسو یوه ماموریت ته ننوتل، دوه پولیس یې شهیدان او ۲ نور ژوبل کړل.

په دوهمه حمله کې، چې طالبانو یې مسوولیت ومانه، څلور ترهګر او ۲ پولیس ووزل شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.