د کابل په شش درک سیمه کې د داعش انتحاري حملې ۶ ملکیان وژلي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شش درک سیمه کې د یوې انتحاري حملې له امله چې د یوه تنکي ځوان لهخوا وشوه، شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې د ورځې په سهار یوه ځوان هلک چې چاودېدونکي مواد يې په خپل ځان پورې تړلي وو، د کابل د شش درک په سیمه کې دغه مواد وچول چې شپږ تنه په‌کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل، په دغه انتخاري حمله کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه:

” دا انتحاري حمله کوونکی چې کله راځي، مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا تشخیص کېږي او د عمومي سړک په سر خپل ځان ته چاودنه ورکوي چې له امله‌يې شپږ تنه شهیدان او پنځه ټپيان لرو. په شهیدانو کې دوه تنه سرتېري او نور ټول ملکي وګړي دي.”

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې ده.

په اعلامیه کې افغان ولسمشر د دوشنبې د ورځې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش دوی پورې اړوند د “اعماق” په نامه وېب‌پاڼه کې د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د پېښې دوو تنو عیني شاهدانو فواد احمد او صفي‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

” ټول خلک وارخطا دي، تاسې سړک ګورئ، هېڅ‌څوک پرې نه‌ښکاري. کله چې چاودنه کېږي، خلکو ته زیان اوړي، کاروبار هم ورسره په ټپه درېږي.”

“زه پيرکي خرڅوم، اووه بجې او ۴۰ دقیقې یوه چاودنه وشوه، ټول خلک وتښتېدل، چاودنه زوروره وه، د پېرکیو کراچۍ او ماته‌یې هم ټکان راکړ.”

دا حمله داسې مهال کېږي چې نږدې اته ورځې مخکې، وسله‌وال مخالفین د کابل د افشار په سیمه کې د ملي امنیت د یوه تعلیمې مرکز تر څنګ یوې ودانې ته هم ننوتي وو او له هغه ځایه‌یې پر افغان ځواکونو ډزې کولې چې د امنیتي مسؤلینو په وینا، دغې حملې تلفات نه‌درلودل.

دې ته ورته حملې تر دې مخکې هم شوي چې ډېری قربانیان‌يې ملکي وګړي وو.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه په دغې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره وویل چې د افغانستان خلک به د دغو ترورېستي ډلو په وړاندې ودرېږي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

“نن سهار انتحاري حمله ترسره شوې چې له بده مرغه د ملي اردو یو سرتېری او یو ملي پولیس په‌کې وژل شوي. زه‌يې کورنیو ته تسلیت وایم، له بده مرغه افغانستان د ترورېزم له ګواښ سره مخ دی چې انتحاري حملې يې یوه برخه ده. د افغانستان ټول خلک به د دغو ډلو په وړاندې په ټینګ عزم او ارادې سره ودرېږي.”

د دوشنبې د ورځې دا انتحاري حمله د کابل په شش درک سیمه کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ده، شوې ده.

د پېښې سیمې ته نږدې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ودانۍ، د امریکا سفارت او د افغانستان د ملي امنیت څو دفترونه موجود دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

پخواني معلومات
د اسلامي دولت ډلې يا داعش، په کابل کې د نننۍ حملې مسووليت ومانه.

افغان امنيتي چارواکي وايي، نن سهار په کابل کې د ملي امنيت ادارې يوه دفتر ته نږدې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ٦ کسان وژل شوي دي.

يو چارواکی وايي، چاودنه د ملي امنيت ادارې د دفتر دخولي دروازې ته نږدې شوې او حمله کوونکى پلى روان و.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، حمله په شش درک سيمه کې شوې ده.

ښاغلی دانش زیاتوي:

“وروستي جزئیات چې له سیمې موږ ته رارسېدلي دي، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې ټپیان دي چې وژل شوي او ټپیان هغه کسان دي چې له دغې سیمې تېرېدل.”

د روغتيا وزارت وايي، درې کسان ټپيان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دى.

دا په داسې حال کې ده چې داعش افراطي ډلې تېره دوشنبه په کابل کې د ملي امنيت پر يوه رونيز مرکز د حملې مسؤليت منلى و.

په هغې حمله کې درې حمله کوونکي وژل شوي او ګڼ امنيتي افسران ټپيان شوي وو.

په وروستيو مياشتو کې د ګڼو حملو مسؤليت يا وسله‌والو طالبانو يا داعش ډلې منلى دى.

بلخوا جمهوري ریاست په کابل کې نننی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ارګ ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د سولې او ثبات دښمنان هېڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو اهدافو ته نشي رسېدلی.

د جمهوري ریاست وايي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان د ترورېستي ډلو د نابودۍ هڅې کوي.

دغه برید نن سهار د کابل ښار په شش درک سېمه کې وشو چې د امنیتي چارواکو په وینا شپږ تنه پکي وژل شوي او درې ټپیان دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.