د کابل په انتحاري حمله کې لږترلږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ژوبل دي
تاند- د کابل په لوېدیځ کې نن /چهارشنبه/ د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ یوې انتحاري حملې لږترلږه ۲۹ تنه وژلي او ۵۲ نور ژوبل کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتونونو ته د ۲۹ تنو مړي او همداراز ۵۲ ټپیان رسول شوي دي.
خو وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په پام چې حمله د کابل په لوېدیځ کې شوې، ګومان کېږي چې دا کار به داعش سختدریځې ډلې کړی وي.
پولیس وايي چې حمله کوونکي انتحاري غوښتل چې په جمال مېنه کې د سخي زیارت ته لاړ شي خو د علي اباد په سړک کې د تلاشۍ په مهال یې مخه ونیول شوه او حمله کوونکي ځان والوزاوه.
نظرات بسته شده است.