د «کابل پروسې» غونډه کې د سولې هر اړخېز پلان نړېوالو ته وړاندې کېږي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان دولت له لوري د سولې پلان د بشپړېدو خبره کوي.

دا پلان به د افغان دولت له‎خوا د کابل پروسې دوهمې غونډې ته وسپارل شي چې د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د سولې د عالي شورا غړي حاجي دین محمد ازادي راډیو ته د دې پلان د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وایي، له بېلابېلو اړخونو سره خبرې شوي دي.
ښاغلی دین محمد وایي:

“زما د معلوماتو له مخې خو هغه بشپړ دی ځکه دلته له ټولو مجاهدینو، قومي مشرانو، علماوو، سیاسي مشرانو، مدني ټولنو حتی د ښځو ټولنو او ځوانانو له ټولنو سره او له ټولو طبقاتو سره په دې څو ورځو کې خبرې وشوې.”

د کابل پروسې په دې غونډه کې د افغانستان له لوري نړیوالو ته د سولې د هر اړخېز پلان وړاندې کول، هغه څه دي چې د افغان ولسمشر او د سولې عالي شورا په ګډون یې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده، څو وکولی شي په‎دې برخه کې د نړیوالو ملاتړ جذب کړي.

تر دې وړاندې د سولې عالي شورا ازادي راډیو ته ویلي و چې دا پلان د سولې د پخوانیو پلانونو څخه ځکه توپیر لري چې په دې طرحه کې د سولې په عملي اقداماتو، د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالي، وسله‎والو طالبانو او د پاکستان پر وړاندې د روښانه دریځ په تړاو خبرې کېږي.

حاجي دین محمد ازادي راډیو ته زیاته کړه:

“په مجموع کې هغه لویه خبره چې زه ګورم، همدا پر سولې باندې اجماع وه چې دا ده راغلې ده، دوهم د سولې لارې چارې دي او بیا کله چې مذاکرات کېږي او کوم توافقات په‎کې کېږي، د هغو عملي کول، حتی د مهاجرینو بېرته راتګ، له دغو کارونو سره د نړیوالې ټولنې همکاري دا ټولې هغه خبرې دي چې په دې مجلس کې به ورباندې خبرې کېږي.”

کابل پروسې غونډه کې طالبانو او د پاکستان پر وړاندې د روښانه دریځ په تړاو هم خبرې کېږي.
کابل پروسې غونډه کې طالبانو او د پاکستان پر وړاندې د روښانه دریځ په تړاو هم خبرې کېږي.
د کابل پروسې لومړی غونډه د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه او دوهمه غونډه یې د چهارشنبې په ورځ یعنې سبا په پلازمېنه کابل کې جوړېږي.

دې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د درېیو نړیوالو سازمانونو استازي بلل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې ډېرو هېوادونو او سازمانونو په‎دې غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړی دی.

د کابل پروسې غونډې ته د چمتوالي ترڅنګ د سولې پلان هم بشپړ شوی.
دغه وزارت وایي، په‎دې غونډه کې دوه موضوعات د افغانستان لپاره ډېر مهم دي چې باید بحث ورباندې وشي، یو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روانې هڅې او بله هم د ترهګرۍ په وړاندې روانه مبارزه ده.

د دغې غونډې په درشل کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د دوشنبې په وویل چې د کابل پروسې دا غونډه ټولو لورو ته یو مهم فرصت دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې، په دې هېواد کې د روانو شخړو او ترورېزم د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ وکړي. !

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.