د کابل هوايي ډګر ته ستر ترمینل او ۵ ستوریز هوټل جوړېږي

 

تاند- د افغانستان د ملکي هوايي چلن خپلواکه ادره وايي، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې به یو ستر ترمینل او همداراز پنځه ستوریز هوټل جوړ شي.

د افغانستان د هوايي ملکي چلن د چارواکو په وینا له راتلونکي کال څخه به په حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر کې ۶ پراختیايي پروژې اجرا کړي چې په هغو کې د یوه پنځه ستوریز هوټل، د نوي پراخ ترمینل او د صادراتي زون جوړول شامل دي.

د دوی په وینا نوی جوړېدونکی ترمینل به په کال کې د ۱۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او د دې ترڅنګ به د کارګو یا بار لپاره ځانګړی ترمینل او د الوتکو د ترمیم لوی ورکشاپ جوړ شي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې ريیس محمود شاه حبیبي

د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې ريیس محمود شاه حبیبي وايي، دا پروژې به د افغانستان د حکومت او خصوصي سیکتور له لوري په ګډه تطبیق شي.

د ده په وینا پر دغو پروژو به ۷۰۰ ملیون ډالره ولګول شي.

حبیبي همداراز وویل«دا پروژه به د خصوصي سیکتور په مرسته عملي شي. موږ هڅه کوو چې د نوي ترمینل په جوړولو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ظرفیت لوړ کړو.»

د کابل هوايي ډګر دوه ترمینلونه لري چې یو د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د پاچهۍ په مهال جوړ شوی و او بل د حامد کرزي په دوره کې د جاپان په مالي مرسته جوړ شو. د ډېرو په نظر د کابل د هوايي ډګر په دوهم ترمینل باندې د جاپان شاوخوا ۴۰ ملیون ډالره ضایع شوي دي. پکار وه چې د جاپان ۴۰ ملیون ډالره سمې مصرف شوي وای او یو ستر او معیاري ترمینل پرې جوړ شوی وای.

حاضردمه د کابل د هوايي ډګر ترمینل د سیمې په کچه ډېر کوچنی او بې کیفیته او په عین حال کې بې نظمه ترمینل دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن د ادارې سرچینې وايي چې ګڼې خصوصي کمپنۍ حاضرې دي چې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پر ترمینل او نورو تاسیساتو پانګونه وکړي.

تمه ده چې د نوي ترمینل په جوړولو کې نه یوازې د افغانستان اوسنۍ، بلکې د راتلونکو څو لسیزو اړیتاوې هم په پام کې ونیول شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.