د کابل د ٢٢ ناحیو ګذر وکیلانو او متنفذینو له حکومته د خېمو لرې کول وغوښتل

 

 

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٦): د کابل د دوه ویشت ګونو ناحیو ګذر وکیلانو او متنفذینو له ولسمشر غني سره په کتنه کې له کابل ښار څخه د سمنټي دېوالونو او خنډونو په لرې کولو د ټينګار ترڅنګ له حکومته وغوښتل چې په کابل کې درول شوې خېمې لرې کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه په ارګ کې د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو له وکیلانو او متنفذینو سره په کتنه کې د کابل ښاریانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه کاږي، په پيل کې د کابل د دوه ویشت ګونو ناحیو د شورا منشي محمد اسحاق انوري، د اوومې ناحیې وکیل فواد نسیمي، د ۱۲مې ناحیې وکیل حاجي عبدالمجیب ساپي، د نهمې ناحیې د وکیلانو رئیس احمدګل توتاخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې مشورو ته ارزښت ورکړی او ولس ته یې مراجعه کړې ده او بیا یې د کابل ښار په وروستیو پېښو چې له امله یې ګڼو ښاریانو ته مرګ ژوبله واووښته، د خواشینۍ او تسلیت مراتب څرګند کړل.

سرچينه زياتوي، دوی په یوه خوله کابل ښار کې د بهرنیو سفارتونو، ادارو او د ځینو زورواکو له خوا د امنیتي ګواښونو په پلمه د لارو بندولو او له امله یې خلکو ته را ولاړو شویو ستونزو ته اشاره وکړه، وې ویل، دغو سمنټي دېوالونو او خنډونو کابل ښار ته جنګي څېره ورکړې ده، چې د لارو بندېدو تر څنګ یې د خلکو په رواني امنیت باندې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

هغوی وړاندیز وکړ چې د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره دې یو باصلاحیته کمېسیون جوړ او د ناحیو د ګذر له وکیلانو سره دې په همغږۍ دغه بنسټونه او زورواکي مجبور کړای شي چې لارې پرانېزي او سمینټي دېوالونه د لارو او کوڅو په ځای د خپلو کورونو په منځ کې ولګوي او د یوه شخص د امنیت د ساتلو په پلمه دې ټوله کوڅه نه بندوي.

دوی په کابل ښار کې وروستیو اعتراضونو ته په اشارې چې د خېمو په لګولو یې کابل ښاریانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي، وویل، اعتراض د خلکو حق دی، خو د لارو بندول او خلکو ته د ستونزې پيدا کول او مالي تاوان رسول په هیڅ وجه د منلو وړ نه دی او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغو خېمو د لرې کولو په خاطر قانوني اقدام وکړي.

دوی ټینګار وکړ چې د هېواد کورنيو او بهرني دښمنانو چې د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس هڅه کوي په کور دننه اختلافاتو ته لمن ووهي او په دې کار کې يې ځینو رسنیو باندې هم نیوکه وکړه چې په لوی لاس د خلکو اذهان ګډوډوي او هڅه کوي د خلکو ترمنځ د باور فضا له منځه یوسي.

دوی په کابل ښار کې د کانالیزسیون نشتوالی، بېکاري، د ځوانانو تېښته، د اوبو ټیټه کچه، خراب چاپېریال، د غیرپلاني سیمو تر پلان لاندې راوستل او د دوه ویشتو ګونو ناحیو ترمنځ متوازن انکشاف په څېر مسائلو ته هم ګوته ونیوله او له دولت څخه یې د هغو د حل غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله، ورپسې جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار له ګذر وکیلانو څخه په مننې وویل: “کابل د ویر په ټغر ناست دی او تاسې ته د خلکو، د کورنیو، د کوڅو او ناحیو د وکیلانو په توګه د کابل ښار د وروستیو پېښو له امله تسلیت وایم او هیله لرم چې زما د تسلیت مراتب ومنئ او زما دا غږ د قربانیانو تر کورنیو ورسوئ.”

ده زیاته کړه، په کابل د دومره ستر برید هدف دا و چې په یوه ورځ کابل د بهرنیو دیپلوماتانو تش کړي، خو ۱۳ پولیسو قرباني ورکړه او موټر يې پرېنښود چې مخکې لاړ شي، دوی ټول په دغه چاودنه کې تري تم شول، خو یاد به یې ژوندی پاتې وي او د هغوی د کورنیو پالنه زموږ د ټولو ملي وجیبه ده.

د هغه په وينا، د دښمن دویم هدف دا و چې د کابل پروسې کنفرانس چې د لومړي ځل لپاره د افغانانو په رهبرۍ او هغه هم د کابل په نوم جوړېده، مخه ونیسي، خو موږ دغه کنفرانس په بریالیتوب ترسره کړ او دښمن یې مخه ونه شوای نیولی.

غني څرګنده کړه، کله چې یوه پېښه رامنځته کېږي، موږ باید ځانونه راټول او متحد شو، خو ځیني ښاریان چې د درد احساس لري، دوی باید هغه غوټه چې په لاس خلاصېږي، په خولې خلاصه نه کړي؛ تر اوسه لا د خبرو لار نه ده تړل شوې.

ولسمشر وویل: “له دغو ناستو یې هدف دا دی چې د امنیت په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت په اړه یو اجماع رامنځته شي، د ازادۍ حدود باید تاسې وټاکئ او د لارو د بندېدو قېمت وسنجوئ او له هغې وروسته بیا له تاسې غواړم هغه څوک چې له اجماع خارجیږي، څه ورسره وکړو؟”

نوموړي ولس یووالي او اتحاد ته را وباله او زیاته یې کړه، که موږ په داخل کې اتفاق ولرو، له بهر څخه مو څوک نه شي ماتولی، د ده ټوله هڅه دا ده چې خپل ځایناستي ته کار اسانه کړي او خپلو راتلونکو نسلونو ته قوي بنیادونه جوړ کړي، خو دښمن بیا له هرې وسیلې کار اخلي چې دى په داسې مسايلو مصروف کړي چې دغه کار ونه کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پای کې د کابل ښار د ګذر وکیلانو او متنفذینو د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او هغه ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.