د کابل امنيه قومانداني: ځانوژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي
دآزادی راډیو
کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.
د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز ازادي راډیو ته وايي چې د مارشال فهیم پوځي ته مخامخ د قمبر څلورلاري ته نږدې چاودنه شوې ده.
دغه مرکز د چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات نهورکوي.
تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
داعش وسلهوالې ډلې د کابل د نن ورځې د ځانوژونکې برید مسؤلیت پر غاړه واخېست.
د کابل پولیس وايي، پهدې ځانوژونکي حمله کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمۍ مخته وشوه، ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو لهخوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سرک چاودنه ورکړه.
جمهري ریاست په یوې اعلامیه کې دا برید غندلی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وايي، ځانمرګی حمله کوونکی پلی و او غوښتل یې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته ننوځي.
ښاغلی فرامرز زیاتوي چې دغه کس د پولیسو لهخوا له پېژندل کېدو وروسته، د پوهنتون مخ کې سړک کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، د کابل د نن ورځې په ځانوژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
دا ځانوژونکې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمی مخته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو لهخوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سړک چاودنه ورکړه.
تراوسه پورې کومې ډلې د کابل د نن ورځې د انتحاري برید مسؤلیت پر غاړه نهدی اخېستی.
نظرات بسته شده است.